(د ملي ټلويزيون دنړيوالو خپرونو په اړه)
د مبارکۍ ، ميني او لورويني پيغام
د افغانستان ملي ټلويزيون دنړيوالو خپرونو پېل د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د بهر ميشتو افغانانو لپاره د مبارکۍ او سر لوړۍ خبر تيا ده . په بهر کي مبشتو هېوادوالو لپاره د ملي تلويزيون خپروني د مالوماتو يوه داسي ډاډمنه کړ کۍ ده چي هم د هېواد څيره پکښي ليدلای شي او هم د هېواد مينه پرې ماتولای شي . په غربت او پردېسۍ کي د هېواد په اړه يوه ډاډمنه خبره هم د پردېسو هېوادوالو زړونو ته توان بخښي ، هېواد نۍ مينه يې لا زياتيږي او د ناهيلۍ له تورو تيارو راوځي .
سلام فرهنګي ټولنه او ټول اړوندان يې ، د افغانستان ملي ټلويزيون مشر ښاغلي داکتر واحد نظري اوپه دې چوپړ کي بوختو ټولو ملګرو ته يې د مبارکۍ ويلو تر څنګ د لا زياتو بريو هيلي څرګندوي . د ستر څښتن ( ج ) د دربار ته د دعا لاسونه لپه کوو چي د نوښتونو دا لړۍ يې همداشان پر له پسې او د وياړونو ډکه وي .
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
اسن —– هلند 2008-01-11