د ولسمشرۍ د ټاکنو روان کمپاين د پيل څخه هر کاندیدكوښښ كوي چې د ټلويزيون په پرده خپل ځان تر نورو پوه ، وړ، خواخوږى، او ښه وښيي. په ټولو کاندیدانو کې د حامد کرزي ، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تله درنه ښکاري، خو داسې مالومیږي چې دا درې واړه هم نه شي کولای چې په اوله دوره کې ټاکنې وګټي، هر یو یې ځانګړي علتونه لري د ښاغلي کرزي د ناکامئ علت دادی چې د ښاغلي کرزي کړنې ټولو افغانانو په خاص ډول ټولو پښتنو ته مالومې دي او ولس نه غواړي چې بیا د ښاغلي کرزي (ظابط فهیم او میخونو متخصص خلیلي)په مقرریدو سره ددې مظلوم ولس په مرګ او وینه تویونه کې ځان شریک کړي .
ښاغلی اشرف غني چې د خپلې پوهې، استعداد، وطندوستی ، ملي احساس او نړیوال باور درلودو سره د هیوادوالو په زړه کې ځای لري خوکیدای شي چې د خپل ورور حشمت غني احمدزي د غلطې پالیسی په وجه د ټاکنو په اوله دوره کې ټاکنې ونه ګټي . ښاغلی حشمت غني لکه چې په لوی لاس خپل ورور ناکاموي ځکه چې د ټاکنو د کمپاین لپاره یې ټول اصیل خلک چې په خپلو سیمو کې د ښه نفوذ خاوندان دي د پامه غوزولي دي او په ځای يې هغه خلک ځای پر ځای شوي چې دده لپاره پیسې مصرفوي خو په ټکي ککړ نه دي او په سیمه کې د ډاکټر اشرف غني نوم بدوي .
ډاکټر عبدالله خو ځکه ناکام دی چې له یوې خوا متحده جبهه ټوټې ټوټې شوه او ټولې رایې یې تقسیم شوې او له بلې خوا ټول افغانان په دې پوهیږي چې ډاکټر عبدالله یو متعاصب ، ټوپکسالار، او بې استعداده کاندید دی چې غواړي افغانستان د تجزیې خوا ته کش کړي .
دا چې ټاکنې په اوله دوره کې څوک نه شي ګټلی نو په دوهمه دوره کې به یې څوک ګټي ؟
ترکومه چې مالومیږي په اوسنيو خيالي او شعاري خبرو هیڅوک نه تېروزي . ولس د امنیت، سولې او اقتصادي پرمختګ منځ ته راتلو او د اداري فساد، جنګ، فقر او بې وزلی له منځه وړلو لپاره يوه منظمه او عملي طرحه غواړي ، ځكه چې ولس په ډېر بد حالت كې دى، له دغه حالت څخه د راوتلو لپاره ولس داسې یو چا ته اړتیا لري چې دې ټولو بدبختیو ته د یوې منظمې طرحې له لارې د پای ټکی کیږدي ، ولس غواړي چې داسې یو چا ته رایې ورکړي چې د حکومت کولو او مشرتابه وړتیا ولري، ټوپکسالاران یې تر څنګ نه وي ، په ولس معامله نه کوي، ، ملی احساس او سیاسي پوهه لری.
دې ټولو بدبختیو ته د پای لپاره د حامد کرزي پاليسي لا تر اوسه نه ده جوړ شوې ، همدا وجه وه چې د خپلو اصلی رقيبانو په مقابل کې له مناظرې څخه په تېښته بریالی شو.
همدارنګه ولس په دې پوهیږي چې د کرزي صیب ټیم ( د ځمکو د مافیا مشر ظابط فهیم او د مړو د ګډا متخصص خلیلي ) نور نه شي کولای ددې وطن د درد دوا شي . د کرزي صیب تر څنګ ټول هغه کسانو ځای نیولی چې یا د چوکئ او یا هم د پیسو په طمع دي ، د کرزي صیب په ټیم کې دوه سلنه داسې خلک نشته چې په رښتیا ددې هیواد او ولس غم ورسره وي او سوداګر نه وي .
همدارنګه ډاکټر عبدالله چې همدا څو ورځې کیږي د ټاکنو له پاره پښتون شوی دی ټولو افغانانو ته ښه مالوم دی چې د ایرانیانو او روسانو په مرسته یې د افغانستان ، پښتو او پښتنو نوم او تاریخ ورکولو ه لپاره ملا تړلې او تراوسه د افغان له نوم سره مخالف دی او ځان افغانستانی بولي.
ډاکټر عبدالله هم د نظار شورا یو له هغه جنایت کارانو څخه ده چې د کابل د بې ګناه خلکو په وژلو،جنسي تیریو،چور کولو او نورو بدبختیو کې پوره لاس لري او د نظار شورا د قدرت په وخت کې یې په مهمو پوستونو کار کړی دی . همدا وجه ده چې په ولس کې دومره باور نه لري چې کافي رایې تر لاسه کړي او زما په اند ددې امکان نه لري چې د دوهمې دورې ټاکنو ته پاتې شي او په اوله دوره کې ماتې خوري .
بل کاندید چې د خپلې سیاسی پوهې، ملي احساس،وطندوستی،افغاني غرور،ملي او بین المللی باور په درلودو سره یې ددې زوریدلي ولس په زړه کې بې کچه مینه پیداکړې ډاکټر صیب اشرف غني دی او دا ولس یواځې دده په شان خلکو ته سترګې په لار دی او دا هیله لري چې که وکولای شي د هغه منظم لس کلن او شل کلن پلانونو له لارې دې بدبختیو ته د پای ټکی کیږدي،او په دوهمه دوره کې د کامیابی چانس لري خو په دې شرط چې :
دټاکنو کمپاین باید مستقیمآ ډاکټر صیب اشرف غني په لاس کې واخلي او د ټیلفون له لارې د ټولو هغه بارسوخه او موثر کسانو سره په تماس کې شي چې کولای شي د ډاکټر صیب لپاره رایې واخلي او کار وکړي .
ډاکټر صیب باید خپل لس کلن او شل کلن پلان په منظم ډول د میډیا له لارې ټول ولس ته ورسوي او ټولو بې سواده کسانو ته باید د ولایاتو د کمپایني دفترونو له خوا په غونډو کې تشریح شي .
د ډاکټر صیب د ټاکنیز کمپاین ویبپاڼه باید چې ډیره تیزه او جدي واووسي داسې نه چې د لیک لیږلو په جواب کې هفته بعد درته ولیکي چې مننه .
د ډاکټر صیب مرستیالان دې هم راووزي اود خپل موثریت څخه دې استفاده وکړي او په هغه ولایاتو کې چې د ډاکټر صیب د تلو امکان نه وي د ډاکټر صیب نماینده ګي وکړي .