که چیري په لوي کندهارکې نمایشې اوکرایې غونډوته وکتل سې نوداسي فکرکیږې چي لوې کندهاربه په دي خاطرچي ولسمشرکرزﺉدکندهاردي اودهغه دپاره ډیرې غونډې هم رواني دي نوحتما به خلګ وکرزﺉ ته رایې ورکړې خوکه ځوک دکندهاردخلګودمشکلاتواودزړوخبرسې بیا پوهیږې چي دلوې کندهارخلګ څومره فریشانه اوستړې دی اوڅومره ویوه ښه تغیرته سترګی په لاره دې دامنوچي ولسمشرکرزﺉ کندهارﺉ دي خوترکومه ځایه چي دده په زمانه کې دلوې کندهارسره چی په هغه کي هلمند . اروزګان ، اوزابل هم شامل دې دده والیانو ، استخباراتو، اوبانډ ودومره بدکارونه کړیدي چی دتاریخ په یوه دوره کی هم ندی ترسره سوی اونه به په راتلونکی وسې اوس به راسودي خبرې ته چی خلګ به رایه چاته ورکړې ؟
دلوې کندهاررایی به دیوکاندیددپاره هم دبری نه وې داځکه چي یوخوامنیت دومره خراب دې چي دمرکزونودباندې به اکثریت خلګ رایوته ولاړنه سی ، دوهم خلګ نه غواړې چي دکرزې دډانګیانوسره ځان په جوال کی واچوې غوره لاره ېې دابولې چی کورکښني ، دریم داچی خلګ اصلا ډیرمایوسه دي اوهغه شوق اوخوند چی په اوله مرحله کې ورسره ؤاوس لس فیصده هم ندې پاته ، ځلورم هلته دښځودپار درایی داستعمال زمینه نه ده برابره ځلورم دانورکاندیدان هم په لوې کندهارکی ډیرنفوذ اوشهرت نه لرې اونه دکندهاردقومي جوړشت سره پوره اشنایی لرې ، پنځم : دطالیبانونفوذهم بی تاثره ندي شپږم هلته چی کومی غونډې کیږی خصوصا دکرزې په ګټه سره ددي چی ډیری زیاتی پیسی مصرفیږی خوخلګ دخبلواحساساتواوخواهش په اساس دي غونډوته نه راځی ځینی دځینوقومی نزاکتو. ځینی بیا دویرې ځینی ېې دپیسواوځنی هم دقومی رقابتوپه وجهه ،ځینی خلګ ولسوالان مجبوره کوې به بله بهانه ېې راټولوی عکاسې یی کوې اودکرزې دملاتړپنامه غنډی اعلانوې هلته یوبله ډیره خطرناکه مسله هم سته هغه ځوک چی دکرزې مخالفت کوې وژل کیږې اوپړه ېې پرطالیبانواجول کیږې خوطالیبان دهغومسولیت په غاړه نه اخلې . اوځینی مخالیفین بیا دکرزې دبانډلخوا دملامحمد عمرپه کورکی دامریکااستخباراتوته دالقاعدې سره دتړاوپنامه امریکایانواوکاناډایانوته پلاس ورکول کیږې کورونه ېې تلاښی کیږې په داسې حال کی چی خلګ دکورودتلاښی سره ډیرحساسیت لرې اوځنی مخامخ لکه دبینوا دویب پاڼې مشرمحمدیار وهل کیږې اوتهدیدیږې که داټول مشګلات سره راټول کړوخلګ مجبوردې دې ډول کراېې اونمایشې جلسوته ولاړسې خو چی له جلسوراووزې نوبیا یوبل ته واېې چی ډوډې دکرزې خورې کارتونه کوروساتی په په یوه جلسه چی دکندهار دقومونوپنامه په لومړې سرکی ترسره سوه داڅګزودقوم یومشر اوسپین ږیرې ولاړسو اوپه عامه جلسه کیی وویل چی اې خلګو! په څاه کی موموږک لویدلې ترځوموږک له ځاه ونه باسې نورددی ځاه اوبه دچښلوندې دکرزې ورورورته په قهرسو اوپه ډیره ګیله داخګزوسپین ږیروته مخ راوواړاوه چي ښه لنګې موراکړه یا بوبله جلسه دبارکزو دقومی غونډي په نامه رابلل سویوه کله چی خلګ هلته ورغله نوهیځ بارکزې خبره ونکړه ځکه هغوی دیوې قومی غونډې پنامه رابلل سویوه خوپه اخرکی یوغیربارکزې ولاړسو چی هغه یوبې قومه چاپلوس کس دې اوعمرېې په چاپلوسې اورشوت کی تیرسویدې پرته له نوروخبرو ېې دکرزې ملاتړاعلان کړی خلګ خوابدې راولاړسوه اواکثروسره ویل چی داځوک دې چی زموږ نماینده ګی کوی . دالکوزو دقوم پنامه غونډه جوړه سو ه چي په هغه کی دالکوزومشران چی عبارت له عزیزالله واصفی څخه دې حاضرنه وه اوهغه انکارکوی چی داغونډه نه ماکړې ده اونه زه په خبریم ګل اغا شیرزې دپلاردپاره دخیرات اومیلمستیاپه نامه خلګ راوبولې اوبیا کله چی خلګ سره راټول سې کمیرې ولاورته راولې عکسونه ېې واخلې اوبیا خالد پښتون په یوه اطاق کی بیانیه ورکې دشیرزې دپلار دخیرات دغونډې سره یی یوځاې کړې او دکرزې دملاتړغونډه ېې اعلان کړې اوکله چي خلګ رخصیتېږې په پاکت کې دوه درې سوه ډالره په لاس کی ورکې، همداسې اکثره غونډی چی کیږې دکرزې ورور،او والې ولسوالانوته احوال لیږې اوورته واېې چی دومره کسان راولیږې کله چی هغوې له اطرافونه راسې ډوډې وخورې په کیمره کې عکسونه ثبت کړې اودکرزی دملاتړغنډه ېې اعلان کړې . نوروکاندیدانوخولاتراوسه هلته دامنیتی مشکلاتو اوددولتې ارګانواودکرزې دبدمعاشانو دمخالفت په نسبت داسې غونډې نه دې کړې دشپی دنیاز پنامه دپولیسویوصاحب منصب راوزې دنوروټولوکاندیدانو عکسونه شکوې عام ولس بیا دکرزې پرعکسومدارې پاشې خواکثره مشران که جهادې دی که ملې اوقومې دې په پټه خپلې اړیکی دنوروکاندیدانوسره ټنګې کړېدی خونه غواړې دوخت ترمخه ځان رسواکړی څکه هغوی دداسی مشکلاتوسره اشنادی چی لوړورته اشاره وسوه نواکثریت خلګ په دې عقیده دې چی لوې کندهاربه اصلارایی استعمال نکړی اوکه ېې استعمال کړې یوا زې ښارې خلګ به ټولټاکنوته ولاړسې نوپه دې خاطربه دلوې کندهارراېې پرمختلفولاروولاړې سې دکرزې په ګټه خوبه بیخی تمامی نه سی خونوروته به هم ډیرې راېې ورنسی خویوشې چی لااوس ښکارې هغه دادی چی په ولسوالیوبه بیا دتیرې دوری په شان ولسوالان اوامینه قوماندانان په زوریا په چل یا په پیسو دخلګوکارتونه راټولوې اودکرزې په صندوقونوکې به ېې اچوې خوداځل به داکارهم ډیرلږوسې څکه خلګ اوس اکثره منکردی اوواېې چی موږ کارتو نه لروډیروخلګوبیا اوس داچل هم زده کړیدې چې پخپلوکې سره وایی پیسی ېې واخلې رایې مه ورکوې