کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ليکوالۍ کې بايد کوم ټکي پۀ پام کې ونيسو؟

په ليکوالۍ کې بايد کوم ټکي پۀ پام کې ونيسو؟

ليکوالي دويمه برخه:

ليکنه په لومړي سر کې  ( املا ) ده .
املا: په  لغت کې مهلت ورکولو او ډکولوته وايي ، خو په اصطلاح کې : ( خپلې يا د بل خبرې په درست ډول ليکلو ته املا وايي)  نو لازمه  ده  چې  په املا کی لاندې  ټکي په پام کې ونيسو :
١_ د څه  په باره  کې ليکنه کوو؟
٢_ د کومې اړتيا له  مخې يې  ليکو؟
٣_ ليکنه  څېړنيزه ( تحقيقي ) بڼه لري او که ذوقي ؟
٤_ د ليکنې لپاره مخکې له  مخکې ذهني اماده ګي .
٥_ د فاکټونو راټولول .
٦_ ليکنه بايد د درست تلفظ له  مخې وليکل شي ؛ لکه : دا کتاب ده.   بايد داسې وليکل شي چې ( دا کتاب دی ) يا پښتو ژب ده ، بايد داسې وليکل شي چی ( پښتو ژبه ده ) .
٧_  ګرامري ارونه  بايد مراعت کړو . لکه : ( څيکی ؟ بايد داسې وليکل شي ( څه يې کوئ ؟ )
٨_ دوه بېلې کلمې  بايد يو ځای ونه  نښلوو . لکه : ټولسړي – بايد داسې وليکل شي ( ټول سړي )
٩_ که يوه کلمه له دوو مورفيمونو څخه  جوړه شوې وي ، بايد سره ګډ ونه  ليکل شي لکه : لويکور ، بايد داسې وليکل شي ( لوی کور ) او هغه  کلمې چې سره ګډې ليکل کېږي  بايد بېلې ونه  ليکل شي لکه : نيکي ، مستي – داسې ونۀ ليکل شي ( نېک – ي ) ( مست – يی ) .
١٠_ يوه کلمه  د بلې په  شان ونه  ليکو لکه : پوښتنه – ( پښتنه )  ټپوس ( ټپس ) .
١١_ پۀ پښتو ليکنه کښې د نهۍ توري  ( نه _ مه ) بايد له افعالو جلا وليکل شي ، لکه : ( نه  ځي _ نه ويني _ مه  وايه ) بايد داسې  ونه  ليکل شي لکه : موايه _ نځي _ نويني .
١٢_ د خپلې ژبې هر توري  ته بايد هويت ورکړو ،  يعنې په  ليکنه کې يې بايد سم وکاروو ، لکه : ( خ _ ښ او ش )
١٣_ د ” ږ“ توری بايد سم وکارول شي  ،چې د ” ژ “  او ” ګ “  توپير وشي.
١٤_ د ( ځ )او ( ز ) توپيربايد وشي ( ځ ) دروند لکه:  ځان _ ځنډ او ( ز) لکه : زوړ …
١٥_ د ( څ ) توری په  ( س ) ونه  کارول شي،لکه: ( څپلۍ ) سپلۍ ونه  ليکل شي او داسې نور…
١٦_ د ( ټ _ ړاو ډ ) توري بايد په  خپل خپل ځای وکارول شي .
١٧_ ( و ) بايد سم وکارول شي ، لکه : په  ځينو کلمو کې ( غنډ ) بايد داسې وليکل شي : غونډ .
١٨_ په پښتو ژبه کې د يا ګانو ( ي ) کارول بايد په سمه توګه وي ، يعنې پېنځه ډو له ( ي ) په خپل خپل ځای کې په  اره بڼه وکارول شي.
١٩_ ګرامري او عرفي قواعد بايد پهپام کې ونيول شي .
٢٠_ دسترو استادانو اثار بايد ولوستل شي .
٢١_ په ليکنه کې بايد ډېر تمرين وشي .
٢٢_ د ليکلو او لوستلو په مهال باي دډېر صبر او حوصله ولرو .
٢٣_ په  ليکنه کې بايد پرلپسې والی په  پام کې ونيول شي .
٢٤_ ترتيب او تنظيم ته  بايد ډېره پاملرنه وشي .
٢٥_ فصاحت ، بلاغت او صراحت بايد په  پام کې ونيول شي .
٢٦_ په وړ ( مناسب ) ځای کې بايد ليکنه وشي .
٢٧_ ليکنه بايد نوښت ولري ، يو نواخته  ونه اوسي .
٢٨_ سليقه ، پاکي او صفايي بايد په پام کې ونيول شي .
٢٩_ استراحت  ته پاملرنه وشي .
٣٠_ پۀ پای کې بايد ليکنه پاکه او له سره وليکل شي . 
نوربيا