د افغانستان په ختيځ نورستان ولايت کي پوليسو پر مظاهره چيانو ډزي کړي چي دوه تنه يې وژلي او شپږ نور ټپيان سوي دي.
پېښه نن د جمعې په ورځ د نورستان په مرکز پارون کي هغه وخت رامنځته سوې چي د دغه ولايت د برګمټال، منډول او دواب ولسواليو اوسېدونکو د ټولټاکنو د خپلواک کمېسون دفتر مخته يوه احتجاجي مظاهره کړې وه او ويل يې د دې ولسوالۍ ٢٣٠٠٠ اوسېدونکو کارډونه اخيستي، خو د ټاکنو د کمېسون دفتر د ٨٠٠٠ کارډونو د استعمال صندخونه ورته راوړي دي.
د نورستان د پوليسو چارواکي وايي احتجاج کوونکو پر پوليسو ډزي وکړې، چي د پوليسو په متقابلو ټکانو کي پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د سيمي اوسېدونکي وايي دغه مظاهره دوى د والي سره په سلا او مشوره تنظيم کړې وه، چي مظاهره چيانو له هيڅ ډول تشدد څخه کار نه دئ اخيستئ.
د سيمي اوسېدونکي وايي که رښتيا هم د لاريون کوونکو له خوا پر پوليسو ډزي سوي وي، يو پوليس خو به پکښي مړ يا ټپي سوئ وي، هغه دي مطبوعاتو ته ښکاره کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه