پېښور : د عوامي نېشنل پارټۍ سرمشر ښاغلي اسفنديارولي خان وئيلي دي چې ددوۍ ګوند به د بابړې د شهيدانو قربانۍ هيڅکله هم هېرې نه کړي او دا چې د کوم لوړ مقصد لپاره دې سرتېرو خپل ځانونه قربان کړي وو، هغې مرام ته د رسېدل زمونږ موخه ده ۔ او ددې وجه داده چې د بابړې د شهيدانو د وينې سره وفاداري مونږ د خپل ايمان او عقيدې پړوکی ګڼو ۔
دا پېغام هغوۍ د چهارشنبې په ورځ د ګوند د کارکنانو په نامه ورکړی دی څوک چې دغه ورځ د بابړې د شهيدانو په ياد کښې نمانځي او راټوليږي
۔
د اې اېن پي مرکزي صدر زياته کړېده چې عوامي ملي ګوند د آزادۍ او د جمهوريت د شهيدانو د مقدسې او پاکې وينې وارث تحريک دی او دا چې زمونړ مشرانو مدام د کلمۀ حق وئيلو په ترڅ کښې بې بها قربانۍ ورکړي دي ۔
دوۍ وئېل چې د انجمن اصلاح افاغنه نه تر عوامي نېشنل پارټۍ پورې په هر دور کښې زمونږ ملګرو د جبر او ظلم هر يو نظام سره ډغره وهلې ده او په دې لار کښې ئې د هيڅ قسمه تکليف يا ستړې پرواه نه ده کړې ۔ هم دغه وجه ده چې نن ددې قربانو په برکت زمونږ تاثر او نامه په پوره سيمه کښې د اصول پرستۍ او د حق و انصاف د غوښتونکو نامو کښې په سر کښې اخيستل کيږي ۔
دوۍ زياته کړه چې نن هم ددوۍ ملي عوامي ګوند که يو اړخ ته د عدلې د سرلوړۍ لپاره د مبارزه کوونکو په سرټولګي کښې ځانونه قربان کړي دي نو بل طرف ته په سلګونو کارکنانو او مشرانو په سيمه کښې د امن د پاره په د کوششونو په تور کښې د دهشت ګردۍ ښکار شوي دي ۔ او ددوۍ د مېنځه د وړلو سلسله نن هم نه ده ولاړه ولې بيا هم عوامي نېشنل پارټي په خپل دريځ ټينګه ولاړه ده ۔
اسفنديارولي خان په کارکنانو باندي غږ اوکړو چې بايد دوۍ په خپلو صفونو کښې ټينګ اودريږي او خپل اتفاق اوساتي او د مشرانو بله کړل شوي شمع روښانه اوساتي ۔
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه