کور / تازه خبرونه / زابل:په یوه وسله واله نښته کی پینځو کسانوته مرګ ژوبله واوښته

زابل:په یوه وسله واله نښته کی پینځو کسانوته مرګ ژوبله واوښته


دزابل دامنی قومانداني دامنیت امر ډګروال غلام جیلانی فراهی وایی پیښه دپنشنبي په شپه ناوخته دنوبهار په ولسوالي کی ورسته ترهغه رامینځته شوه چی  وسله والو طالبانو دپولیسو اوایتلاف ځواکونو پرګډه ګزمه برید وکړ چی په ترځ  کی یی دده په وینایوطالب اویوپولیس ووژل شول اودری نورټپیان شول.
فراهی زیاتوی چی نښته پرمهال یوه اندازه جنګي وسله هم دګډوځواکونو لاسته لویدلی .
نوبهار دزابل جنوب ختیځ ترفته پرته ولسوالۍ ده چی اکثره مهال په کی ددومخالیفو ډلوترمینځ بریدونه کیږی دوی ورځی وړاندی هم په یاده ولسوالي کی په دوبیلابیلو پیښو کی شپږ کسه وژل شوی وه .
که څه هم چارواکی وایی دانتخاباتو دښه ترسره کولو په موخه یی په ټولوولسوالیو کي پولیس په دنده ګومارلی او دډاډمن امنیت دراوستلو لپاره یی دپولیسو په شمیر کی ډیروالي راوستي خو لااوس هم دځینو سیمو څخه دجنګ اوجګړو رپوټونه راځی .
په دی ورستو کی دانتخاباتو دګډولو لپاره طالبانو هم خپل بریدونه زیات کړی دی
قاری یوسف احمدی چی خپل ځان په جنوب لویدځ کی دطالبانو ویاند بولی وایی دوی په دانتخاباتو دګډوډولولپاره خپل بریدونه دوچنده نورهم ډیر کړی.
په داسی حال کی چی راروانو انتخاباتو ته یواځی ۷ ورځي پاته دی .
خوطالبانو یی دګډوډی  اودولتي چارواکی یی په ډاډ منه فضا کی دترسره کولو خبرونه ورکوی .
زابل که څه هم دنفوس  له مخی کوچني ولایت بلل کیږی خوامنیتی پیښی یی تردیرو لویو ولایتونو هم زیاتی دی .