کور / تازه خبرونه / هلمند: د سړک د غاړي بم پنځه عام وګړي ووژل

هلمند: د سړک د غاړي بم پنځه عام وګړي ووژل

 د هلمند ولايت دګرشک په ولسوالي کي د يوه ځای پر ځای سوي ماين چاوديدلو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د ګرشک ولسوال په وينا دا ماين د طالبانو لخوا ځای پر ځای سوی و ، د ولسوال په وينا په پېښه کي د يوې ښځي او ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل سوي دي . طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .