نن ورځ د افغانستان سیاسي پیښې اوتحولات هره ګړۍ تغیر مومي ، او همدا تغیرات دي چې زمونږ ډیر شمیرهیوادوال يي په وېره اچولي دي . دوی سره دا اندیښنه ده چې زمونږ راتلونکې به څنګه شی آیا ټولټاکنې به شفافه وی؟ آیا یو ملي شخصیت به راشي ؟
اویا آیامونږ به بیا ددې لیوانو خلوته ولوېږو ؟ او داسي نور …داچې ولې دمونږ مظلوم ولس په بیچارګۍ اونا امیدۍ کی حیران اوسرګردان دی ، خبرې ډیرې دی،رابه شو یوڅه دزړونو خواله به وکړو!
دهغو زړونو چې له دردونونه ډک دی، دهغو زړونوچې دهیواد راتلونکې ته نا کراره دی، نن ورځ د وطن مورموپه وير ده . اودا ولې ؟ داځکه چې بچیان يي بې اتفاقه دي او هریو وايي چې زه یم
ورورجانه ،خورجاني : که ته وايې چې زه یم ، اوزه وایم چې زه یم ، نه به ته يې نه به زه یم.
نن ورځ خود خواهې او ځانځاني اوج ته رسیدلې ده . اوهمدا ده چې مونږ يې ټوټې ،ټوټې کړي یاستو،
اوهمدا ټوټې ،ټوټې کیدل به سبب شي چې لېوان بیا به مستۍ میدان ته ورودانګي او هغه وخت به ډیر ځنډ وي
چې مونږ سره یو شو .نو ځکه ښه به دا وي چې مونږ همدا اوس دیو ملي شخصیت نه ملاتړ وکړو .دداسي یو
ملي شخصیت نه چې هم دننه په هیواد کې دهغو خلکو له حاله خبر وي چې په کیږدیو کې ژوند کوي او هم په
په نړیواله کچه زمونږ آواز د نړیوالوتر غوږ ورسوي..
په اسلامي قانون، په پښتونوالي قانون او هم په نړیوال سیاسي ،اقتصادي ،بشري او عدلي قوانینو پوره پوه وي.
دبشپړ منظم ،هر اړخیزه او په ملي ارزښتونو سمبال اساسي قانون تر سيوري لاندې په هیواد کې عدالت او ـ
قانونیت پلی کړي. .
د افغانستان راتلونکې ته کاري اجنډا ولري ،د تجربې خاوند وي . په دقت او تدبیر مخ پر وړاندې په قاطیعت
ګټور ګامونه کیږدي او په کې دا توان وي چې په داسي حساسه تاریخي مقطعه دزمان کې زمونږدمظلوم ولس
لاس نیوی وکړي..
که په عدالت دټولټاکنو د لست په هکله څیړنې وکړو نو پوهاند اشرف غني به هماغه شخص وي چې په دې
بحراني حالت کې کولای شي زمونږ ولس له دې ناورین نه وژغوري .دا یو څرګنده حقیقت دی که اوس مونږ دداسي ملي ، پوه اوقاطع شخصیت تر څنګ ونه دریږو نو سبا به د ملي جبهې پښو ته ناست یو،نو ورونو : جګ شې او یوشې د مخه تر دې چې ډیر ځنډ شي.
که زه وایم چې ته یې او ته وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم