يو خبريال او ورځپاڼه ليکونکى بايد په لومړي سر کې وطنپاله وي.دژوند يوه فلسفه ولري چې څه غواړي.ولې خبريال جوړېږي.پر يوه موضوع يې ذهن روڼ وي.د خپل ژوند په اړه د خپل هېواد په اړه د نړۍ په اړه يو نظر ولري.دا ضروري نه ده چې دهر يوه ښه خبريال او ورځپاڼه ليکونکي دې د خپل هېواد په اړه ورته يا يوشانته نظروي خو هېواد پالنه لومړى شرط دى.دده په ذهن کې بايد هغه نقشه له ورايه څرگنده وي چې دى خپل هېواد څه ډول جوړول او ليدل غواړي.
خبريالي له هر اړخيزې مطالعې پرته يوه مسله گونگه اوتته پرېږدي او ان د هغې مسلې په اړه د خپل ولس نظر تېر باسي.نو پکار ده چې پر کوم موضوع ليکنه کوې په اړه يې بايد ښه مالومات ولري.ددې برسېره يو خبريال بايد روغ ذهن ولري
هغه د شېرعلي باچا د غزل يو بنددى چې وايي
”ښه غزل جوړ ذهن زړه گايل غواړي”
يانې که د خپل ولس خاورې او وطن په اړه ليکنه کوې نو له فکري پلوه به سپين او روڼ ذهن لرې او پر خپله خاوره او هېواد به مين وي. که نه نو خبريالي يې ېو کاروبار دى چې هغه د کاون توپاني په شعر کې …
”توره ډبره ده زړه نه دى هغه چې د وطن د مينې اور نلري”
نو يوه خبريال لپاره پکار ده چې د خپل هېواد تاريخ ورته مالوم وي.د خپل وطن ملي شخصيتونه او اتلان بايد وپېژني.د خپلې خاورې د خاينانو او وطن پالو تر منځ توپير وکړي.د يوه پښتون افغان خبريال په توگه ده ته د که ډېر نه وي نو دستر احمدشابابا راهېسې تر دا اوسه د افغانستان او پښتونخوا وطن تاريخ مالوم وي. خبريال بايد خوشال خټک ويلى وي چې د يوه پښتون افغان په توگه دهغه ذهن ورجوړکړي. خبريال بايد د خپل وطن دهر څه په اړه لږ څه خبر وي .د افغان ملي جغرافييه ورته مالومه وي .نو بيا دى د خپل وطن حق ادا کولاى شي او د وطن مينه اېمان دى