دافغانستان دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو دټاکنو دوهم پړاو ته دګوتو په شمار ورځې پاتې دي او خلک دزمري میاشتې نهه ویشتمې نیټې ته شیبې شمیري ،چې خپلې رایي دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهورریس دټاکلو لپاره وکاروي ،دجمهوري ریاست دکاندیدانو وروستۍ شمیره اووه دیرشو تنو ته رسیږي ،کیدای شي دجمهوري ریاست پاتې کاندیدان په دوو ډلو وویشو، یوه ډله یې هغه دي چې دافغانستان دراتلونکي لپاره کومه داسې کړنلاره نه لري چې سړی یې دعملي کولو تمه ولري او آن یوشمیر خو یې هیڅ کړنلاره نه لري او نه ممکن دوی دا هیله ولري چې په راتلونکو ټاکنو کې دې وړونکي وبلل شي ، خویوه بله ډله هغه مطرح کاندیدان دي ، چې په جدي توګه یې دانتخاباتي مبارزو ډګر ته رادانګلي دي او دیوې کړنلارې په وړاندې کولو سره هڅه کوي په ټاکنو کې فعاله برخه واخلي او ددغو ټاکنو وړونکي وپیژندل شي ، دغو یوشمیرتردې دمخه هم سیاسي فعالیتونه درلودل او اوس هم هلې ځلې کوي پخپلو کړنلارو سره دخلکو پام ځان ته راواړوي او دهغوي رایي خپلې کړي .
له لومړۍ ډلې څخه خلک هم دیوې سنجول شوې کړنلارې تمه نه لري ،ددوی له څرګندونو څخه ښکاري چې دهیواد درهبري لپاره کومه کړنلاره نه لري ، دوی له رسنیو سره په مرکو کې یوازې په نورو نیوکه کوي هغو ستونزو او نیمګړتیاوو ته اشاره کوي کوم چې افغان ملت ورسره لاس او ګریوان دی. خو کله چې له دغو کاندیدانو څخه پوښتنه وشي چې ددغو ستونزو او نیمګړتیاوو دله منځه وړلو لپاره تاسې کوم پروګرام لرﺉ ، معمولآ بې ځوابه پاتې کیږي او یا دموضوع په اړه عمومي او له موضوع څخه لیرې خبرې کوي .
تر ټولو مهمه خبره چې دټاکنو په وخت کې د یوه کاندید دټاکلو په برخه کې په پام کې نیول کیږي دهیواد د ادارې او رهبري کولو لپاره دکاندید کاري کړنلاره ده . افغانستان زیات نظامونه لیدلي ، هر څوک چې دواک په سر کې راغلی پخپله خوښه یې هیواد اداره کړی دی البته دا خبره په غیر انتخابي او کودتایي رژیمونو پورې اړوند ده ، چې دانقلابونو او کودتاګانو په پایله کې حکومتونه منځ ته راغلي او بیا واکمنانو له خپلې خوښې سره سم هیواد اداره کړی او په خلکو یې واک چلولی دی . خو اوس مهال په هیواد ددموکراسي نظام واکمن دی او دافغانستان داساسي قانون له مخې موږ یو ریاستي نظام لرو ، دهیواد جمهورریس باید دهیواد اجراییوي چارې سمبال کړي ، دیوه کس ټاکنه دهیواد دادارې لپاره یوازې دهغه دوړتیا،پوهې او لیاقت له مخې نه کیږي ، بلکې دهیواد دادارې او هیواد ته دښه خدمت کولو لپاره په کار ده کاندید سنجول شوې کاري کړنلاره ولري ، خلک اوس دکاندیدانو په کړنلارو ډیر حساب کوي ، دهغوی کړنلارو ته په پام سره دهغوی په اړه پریکړه کوي او خپله رایه دهغوی دکړنلارې په نظر کې نیولو سره سمه کاروي .
کړنلاره له هغو شعارونو سره چې کاندیدان یې واک ته درسیدو لپاره کاروي توپیر لري ، شعارونه په حقیقت کې دکاري کړنلارو لنډه بڼه ده ،خو ځینې کاندیدان کړنلاره نه لري یوازې څو شعارونه لري چې پخپلو خبرو او مرکوکې ورباندې ټینګار کوي یا یې له خپلو انځورونو سره یو ځای لیکلي دي ، څرګنده خبره ده چې شعارونه ډیرو خلکو ته قناعت نه شي ورکولای څو دکاندید په اړه خپل قضاوت وکړي او رایه دهغه په ګټه وکاروي ، یوشمیر کاندیدان د ټاکنیزو مبارزو په بهیر کې په نورو کاندیدانو نیوکې کوي دخپلو کاري کړنلارو پر ځای دنورو په تیرو یا اوسنیو کارونو نیوکې کوي چې دا هم زیاتره د یوې کاري کړنلارې د نه لرلو څرګندویي کوي ، دوی او ددوی پلویان د یوې سنجول شوې کاري کړنلارې دنه درلودلو له کبله یا وخت په شعارونو تیروي او یا خو آن له ټاکنو وروسته د تاوتریخوالو دپیښیدلو خبرداری ورکوي ، که دوي په راتلونکي کې دهیواد دادارې لپاره دټولو دمنلو وړ کاري کړنلاره درلودای اوس به یې پخپلو کړنلارو باور درلودای او دکړنلارو په رڼا کې به دخلکو درایي په تمه و آو له دې اړخه به ډاډه و،موږ ډیر لږ کاندیدان ګورو چې دافغانستان په ستونزو پوهیږي او ددغو ستونزو داواری لپاره دې یې لارې چارې سنجولې وي .
تیرې ټاکنې په افغانستان کې له جګړو وروسته لومړنۍ ټاکنې وې او لومړنۍ تجربه وه ، خو اوس دادی موږ دټاکنو دبل پړاو په درشل کې یو ، اوس یوازې په افرادو او دهغوی په تشو شعارونو حساب نه کیږي .بلکې اوس زیاتره دکاندیدانو کړنلارو ته کتل کیږي ، خلک غواړي وپوهیږی چې ددوی درنځونو د درملنې نسخې له چاسره دي ، څوک کولای شي ددوی ستونزو ته دپای ټکی کیږدي .نو لازمه ده چې دجمهوري ریاست کاندیدان د شعارونو او پر نورو د نیوکو پر ځای د هیواد دراتلونکي لپاره خپلې کاري کړنلارې وړاندې کړي او هغه په پراخه کچه خلکو ته ورسوي څو خلک ددوی دکړنلارو په پام کې نیولو سره خپلې رایې وکاروي .