د پوهنې وزارت او د ماشومانو نړيوال صندوق يا يونيسف غواړي د روان كال ترپايه په دايكندي سربيره د هيواد په ګوټ ګوټ كې په ښوونځيو كې صحې تشنابونه ورغوي او هم پكې د څښلو پاكې اوبه برابرې كړي.
د صحي تشنابونو د ايجاد په لړ كې نن د زمري په ۲`مه د ارزګان د مركز ترينكوټ په سلام بابا ليسه كې د هغه تشنابو د رغونې چارې پيل شوې چې په ۴۲ متره مربع ځمكه كې به د ۷۷۰۰۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ شي.
د پوهنې وزارت د (صحت و رفاه جونان) رياست مسؤولين وايي چې د دغه تشناب رغونه ازمايښتي بڼه لري او كه يې مثبته نتيجه وركړه د دغه ولايت په مركز سربيره د نورو ولسواليو ښوونځيو ته به هم دا رنګه تشنابونه جوړكړي.