د دايكندي په شهرستان ولسوالۍ كې د تګابلور د فاطمة الزهراء ښځينه ليسې نوى رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه او د همدغې ولسوالۍ د اشكرآباد د متوسطې د نوې رغيدونكې ودانۍ بنسټ كيښودل شوه.
د زمري په ۲۰مه له غرمې وروسته د دغو دواړو ودانيو په اړه يو لړ مراسم جوړ شوي وو چې پكې پر ځايي دولتي چارواكو سربيره د پوهنې مسؤولينو، د پوهنې رياست تخنيكي انجينرانو او ګڼ شمير قومي مشرانو هم ګډون كړى وو.
د فاطمة الزهراء ښځينه ليسه چې ۶۹۶ زده كوونكي لري ودانۍ يې د پوهنې وزارت د ايكويپ يا (پوهنې د كيفيت د وړتيا ملي پروګرام ) لخوا د خلكو په ۲۰ فيصده ونډه په خام ډول سره جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ د ۶ درسي او ۲ اداري خونو په درلودلو سره په يوه پوړ كې د ( ۸۰۰۰۰۰ ) افغانيو په لګښت جوړه شوې ده، چې په يوه وخت كې د ۲۴۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري.
خو د اشكرآباد د هلكانو د متوسطې ودانۍ چې به په راتلونكو شپږو مياشتو كې به يې د كار چارې پاى ته ورسيږي په پاخه او اساسي ډول رغول كيږي.
د دغې ودانۍ د جوړولو لګښت به هم د پوهنې وزارت د ياد شوي پروګرام لخوا وركړاى شي چې (۸۱۵۵۸ ) زره امريكايي ډالره اټكل شوى دى.
دغه ودانۍ به هم ۶ درسي او ۲ اداري خونې او د يوې تحويل خانې په ګډون د اوبو څاه او احاطوي ديوال ولري.
د يادولو ده چې دغو دواړې ودانيو ځمكه د ځايي خلكو لخوا ځمكه وركړل شوې ده.