کور / تازه خبرونه / د ميدان وردگ ولايت دپوهنى رياست سره د كمپيوترونو مرسته

د ميدان وردگ ولايت دپوهنى رياست سره د كمپيوترونو مرسته

میدان وردگ : نن دروان کال دزمرى دمياشتى په ۲۱ مه نيټه، دسويدن ګميتى لخوا دميدان وردك ولايت دپوهنى رياست سره د ۹ پايو دسكتاپ كمپيوترونو مرسته وشوه.

ديادونى وړده چى نوموړى كمپيوترونه ددى ولايت دپوهنى رياست په ګډون داړونډه ۸ ولسواليو دپوهنى مديريتونو ته دټولو ملحقاتو ( پرننتر، جنراتور، ميز او چوكٰى) سره يوځاى مرسته وكړه چى هريو كمپيوتر دملحقاتو سره ۷۰ زره افغانى۷ او مجموعى لګښت يى ۶ لكه ۳۰ زره افغانيو ته رسيږى.

ديادونى وړده چى دسويدن کميتى په دى ولايت كى ۸ نمونه اى، ۴۴ كليوالى او۶۱ دانجونو دالحاقيه ښوونځيو لګښت ددى ادارى لخوا وركول كيږى.

دهمدى وسايلو دتسليمى پر ممهال ددى ولايت دوالى مرستيال على احمد خاشع، دپوهنى رئيس عبدالواحد حكمت، دسويدن کميتى دتعليمى چارو استازى او ددى ولايت دولسوالیو دپوهنى مديرانو ګډون درلود.