کور / تازه خبرونه / لغمان : د دوو بابو ښوونځیو ودانۍ د بنسټ ډبري كيښودل شوې

لغمان : د دوو بابو ښوونځیو ودانۍ د بنسټ ډبري كيښودل شوې

دلغمان ولايت د دعليشنګ په ولسوالي كى سالاب عليا او قلعه نجيل دنسوانو منځنېو ښوونځيو ودانېو دبنسټ ډبرى دروان كال دزمرى دمياشتى په ۲۱ مه، دنوموړی ولايت دپوهني رياست د مئسوولينو لخوا كيښودل شوى.

دسالاب عليا ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی ديونيسف موسسى په مالي مرسته ۴۶۵۰۰ امريكايي دالروپه مجموعٰى لګښت جوړشوی چى، ۶ درسى ټولګى، ۴ اداري خونى، ۵ غرفى تشنابه، د اوبو څښكلو څاه او نور ضروري ملحقات ولری.

دقلعه نجيل ښوونځى تعمير د۷۷۰۰۰ امريكايي دالرو په مجموعى لګښت دمخدره ټوكو دمبارزى وزارت په مالى مرسته جوړه شوى چى ۱۰ درسى ټولګى، ۴ ادارى خونى او نور ضرورى ملحقات لرى.

د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود زده كوونكو ستونزى دصنفونو دنشت والي له امله ليرى شى.