کور / تازه خبرونه / زابل : د ماین چاودني ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل : د ماین چاودني ۴ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

پیښه تیره ورځ دمرکزقلات اوښهرصفا ولسوالۍ ترمینځ دازارتک په سیمه کی  هغه مهال رامینځته شوه چی د پولسو زرپوښ موټر دسړک غاړی پرښخ شوي ماین وخوت .


دزابل دښهرصفاولسوالۍ امنیه قوماندان شاغاسي دپیښه دپخلی ترځنګ وویل په چاودنه کی یوپولیس وژل شوی اوددری نورتپیان دی .
نوموړی زیاتوی په ټپیانو کی دیوه روغتیایی حالت داندیښني وړدی .
شاغاسي وایی دپیښه  ورسته په سیمه کی پلټني پیل شوی خو دده په وینا ورسره دتړاو په تورڅوک ندی نیول شوی .
دوسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی ددی چاودنی مسولیت پرغاړه اخلی .
نوموړی وایی په چاودنه کی یی ۴ دولتي سرتیری وژلی اودهغوی یوموټری یی ویجاړ کړی دی .
قاری یوسف دزابل په ښهرصفا شنکی اومیزانه ولسوالیو کی هم کورنیو اوبهرنیو ځواکونو ته ددرني مرګ ژوبلي داړولو ادعا وکړه خو ددی ولایت امنیتی چارواکو داادعا دتبلیغاتي جګړی یوه برخه وبلل .


دیادونی وړده چی په زابل کی دانتخاباتو په رانژدی کیدوسره یوځل بیا وسله وال بریدونه ډیرشوی .چی له امله یی سمیز اوسیدونکی له ستونزو سره مخ کړي دي .