د افغانستان راروان انتخابات او د هغو په وړاندې امنیتي ګواښونه لا هم د کابل چاپ ورځپاڼو په غټو سرلیکونو کې ځاې لري.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یو رپورټ په اسنتناد لیکلي دي، چې امریکا د ولسمشر کرزي او اشرف غني احمدزي د یو کولو هڅې کوي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د یوې امریکايي موسیسې په حواله لیکلي دي، چې ولسمشر کرزی راروان انتخابات ګټي.
دې موسیسې د کاندیدانو په اړه د یو نظر پوښتنې نتایج خپاره کړي او ویلي دي، چې حامد کرزی په سلو کې پنځه څلویښت، ډاکټر عبداله په سلو کې پنځه ویشت ، اشرف غني درې او رمضان بشر دوست په سلو کې نهه راې لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو ترمنځ د انتخاباتي مبارزو تیزیدو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې دا کار لږ تر لږه دا ګټه لري، چې په خلکو کې د اهمیت لرلو حس راژوندې کړي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو نږدې کیدو ته په اشارې لیکلي دي، چې دا یو بشپړ افغاني بهیر دې او ټول خلک باید په هغې کې فعاله برخه واخلي.
ورځپاڼې لیکلي دي، چې پدې پاتې اتو ورځو کې باید د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو په اړه فکر وشي څو خلکو ته د پراخه ګډون امکانات برابر شي.
ورځپاڼې د انتخاباتو په اړه په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، چې کاندیدان او خلک باید تر هر څه مخکې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
په ورځپاڼه کې د ځوانانو د ورځې لمانځلو ته هم اشاره شوې او پدې ترڅ کې د ولسمشر کرزي په حواله لیکل شویدي، چې افغانستان د ځوانانو په میړانه او همت سره پر خپلو پښو دردلاې شي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې د امریکا لخوا د افغان قاچاق وړونکو د لسټ خپرولو ته په اشارې، چې پکې ځینې يې له طالبانو سره په اړیکو او مرستو تورن دي لیکلي دي، چې طالبان له یوې منبع نه نه تمویلیږي.
ورځپاڼې په یو مطلب کې د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې د مدني ټولنو رول څیړلې او لیکلي دي، چې دغه ټولنې خلکو ته د انتخاباتو په اړه د پوهاوي د ورکولو په برخه کې مخکښه رول لوبولې شي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په ایران کې د افغانستان لپاره د درسي کتابونو په چاپولو انتقاد کړې او د کارپوهانو په حواله يې لیکلي دي، چې په ایران کې چاپیدونکي کتابونه زیاتې نیمګړتیاوې لري.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي دي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د امنیت مسئله راخستې او هغو هڅو ته يې کتنه کړې، چې ددې ستونزې د هواري لپاره روانې دي.
خو اصلاح بیا دا ډاډ ورکړې، چې ترهګر دومره توان نلري، چې د انتخاباتو امنیت ګډوډ کړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د امنیت مسئله راخستې او د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو په مهال امنیتي پیښو ته په اشارې لیکلي دي، ممکن افغان دولت او نړیوال ځواکونه د راې اچولو په ورځ هم ډاډمن امنیت ټینګ نکړاې شي.
دې ورځپاڼې هم د افغان قاچاق وړونکو د لسټ خپریدو ته اشاره کړې او لیکلي دي، چې ستر قاچاق وړونکي د طالبانو په خلاف په مبارزه کې د امریکا نوې هدف دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون په حواله لیکلي دي، چې د ولسمشر کرزيدویم مرستیال استاد خلیلي د کمپاین په مهال له خپل ځواک نه د ناوړه استفادې په تور نقدي جریمه شوې دې.