کور / تازه خبرونه / كاپيسا : پرمستحقو ښوونكو داستوګني نمرې ووېشل شولې

كاپيسا : پرمستحقو ښوونكو داستوګني نمرې ووېشل شولې

کاپیسا: نن دروان كال دزمرى دمياشتى په ۲۰ مه نيټه، دكاپيسا ولايت دتګاب اونجراب ولسواليو پر۴۰ تنو مستحقو ښوونكو باندى ديوى غونډى په ترځ كى دا ستوګنى نمرى وويشل شوى.

هغه غوڼده چى كاپيسا ولايت مقام دكنفرانسونو په تالاركى جوړه شوى وه دپوهنى وزارت تدريسي مرستيال محمد صديق پتمن، دكاپيسا ولايت والي غلام غوث ابوبكر، دپوهنى رياست رئيس او منسوبينو، ددولتي ادارو يو شمير رئيسانو، قومى مشرانو او ښوونكو ګډون كړى و.

ديادونى وړ ده چى دتګاب ولسوالى استادانو ته ۲۳۲ رهايشي ۴ بسوه یى نمرى دتعمير په ساحه كى او دنجراب ولسوالى ښوونكوته ۶۸۴ نمرى دتپى په ساحه كى په نظر كى نيول شوى.