په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد جشن
ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، د تېرو کلونو د جشنونو غوندی، ســږکال د اګسټ د مياشتی په اتلسمه نېټه، چې د سه شنبې ورځ کيږي، د افغانستان د استقلال، د نويــيــم [ ۹۰ ] تلين، په ياد جشن جوړوي . تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد جشن لا دروند او ښکلی کړئ .
استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
په درنښت
سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر
نوټ : محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي .
نېټه : 18-08-2009 – سه شنبه
د پيل وخت: د مازديګر 30 : 4
ځای يې : د پخوا په څېر
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه : 2129-8993-020 او 8168-8993-020