د پښتونخوا له مرکز پېښور څخه کابل ته تلونکی د ناټو په اکمالاتي موادو بار يو کانټينر د لويي لاري په اوږدو کي اوښتی دی چي په ترڅ کي يې څلور تنه مزدوران وژل سوي دي ، لراوبر ته په رسيدلي خبر کي ويل سوي چي د لارۍ چلوونکی او کلينر د پيښي څخه وروسته تښتيدلي دی ، دا لا نه ده معلومه چي وژل سوي مزدوران د کوم ځای دي . ويل کيږي پېښه د ډريور د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه