کور / تازه خبرونه / چپرهار : د دولت د يو مشهور جاسوس د وژلو ادعا وسوه

چپرهار : د دولت د يو مشهور جاسوس د وژلو ادعا وسوه

د طالبانو د توري بوري جهادي مهاذ وياند قاري سجاد رسنيو ته پخپله خبرپاڼه کښي د دولت د يو مشهور جاسوس د وژلو ادعا کړې ده .


خبرپاڼه وايي چي پرون غرمه دوې بجې ددولت يوتن مشهور جاسوس حيدر ولد عبدالحنان چي دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ مربوط د چهار ده ( چهارقلا) کلې اوسيدونکي وو، ددولت ترڅنګ يې بهرنيو قواوو ته هم جاسوسې کول؛په خپل کلي کي دمهاذ د ملګرو لخوادټوپک په مرميو وويشتل شوئ او ځاي پر ځاي وژل شوئ دئ .


خبرپاڼه ديادونې په ډول وايي چي نوموړي جاسوس په خپلي سيمه کښي دنورو ټولو جاسوسانو مشري کوله او د دوی د مهاذ د ملګروپه اسارت او مرګژوبلي کښي يې هم پراخ لاس درلود .


خبرپاڼه وايي چي دوی دډيره وخته دنوموړي کس دژوندي نيولو او ياهم له منځه وړلو په لټه کښي ول څو چي پرون يې ددوی د ادعا له مخي په لاسو کښي کيوتو اوپه خپله سزا يې ورسوئ .