دکندهاردامنيې قومندانۍ چاروکودرې تنه سړي تښتونکې پوليس پداسي حال کې ونيول چې ددروساعتونولپاره يې يوتن صراف برمته کړى وو.
دغه درې تنه پوليس سرتيرو دامنيې قومندانۍ دقرارګاه په ټولۍ کې دنده لرل چې ددوشنبې په ورځ غرمه دولس بجې اوديرش دقيقې يې دښاردلسمي ناحيې دشرکت ميوې له سيمي څخه يوتن صراف تښتولى وو.
دکندهاروالي ډاکترتوريالي ويساپه يوه خبري ناسته کې وويل چې سړي تښتونکوپوليسولمړى صراف دتلاشي په پلمه درولى اوبياتروهلوډبلووروسته له ځان سره نامعلوم لورته بيولى وو.
دنوموړي په خبره چې دصراف دکورنۍ له لوري ورسره اړيکه ونيول شول اودامنيتي اداروته لارښوونه وکړل چې دتښتونې څرک ولګوي .
توريالي ويسازياته کړل چې دامنيې قومندانۍ دامنيت آمر درې واړه سړي تښتونکې پوليس دکندهارپه ډنډوالسوالۍ کې لاس په لاس ونيول .
والي پداسي حال کې چې دکندهارپوځي څارنوال اودامنيت آمريې په خواکې ولاړوو خبريالانوته درې واړه نيول شويوسړي تښتونکوپوليس وښودل اوزياته يې کړل (پوځي څارنوالي ته مي لارښوونه وکړل چې درې واړه سړي تښتونکې پوليس دپوځي اصولوله مخې داسي مجازات کړي چې دنورولپاره دعبرت سبب وګرځي ).
په کندهارکې دپوليسوپه ليکوکې پداسي حال کې درې تنه سړي تښتونکې نيول کيږي چې تردې مخکې څوځله پرپوليس چارواکوباندې نيوکې سوي چې پخپلوليکوکې يې داسي کسانوته ځاى ورکړى چې هغه په تشتونو،ناامنيواوځينونورو جرمونوکې لاس لري .