مـــــــــتن : دوصلت نېـــټه تـرې غواړم چي خیالونه په ټکورکړم
دسرکښ جانان پــــه یادکي به یادونــــه پـه ټکورکړم
دلبیک ،لبیک نارې دي کاروانـــونــــه دي تـــېریږي
دکاروان جرسه شرنګ کړه چي زخمونه په ټکورکړم
داهاړپــــه سره غرمه کي دتوبـــې پــــرغونــــډۍ ژاړم
مرحـــبا،مرحــــباروایم سـوي زړونــــه پـــــه ټکورکړم
یوڅوکاڼي مي لیــدلي درقیب پـــــه لـــــوري درومي
دشیطان پـــــــرسینه ښخ سي خنجرونـــه په ټکورکړم
دافغان دعشق لـــه زوره ئې لمــبې تــــرقلــــم خـــــیژي
داسي مست قاصدته ولاړسم پېغامونه په ټکورکړم
۱۳۸۸/۵/۱۵