زه په لويديځ کې ژوند کوم او دا چې له خپل هېواد نه ليرې ژوند کوم او څومره نېکمرغه او بدمرغه يم په دې بحث نه کوم او د شکر او ناشکرۍ مساله هم نه مطرح کوم .
خو پرون يوه کانديد زما په زړه کې ډېره ښکلې او په زړه پورې خاطره پرېښوده او بايد ووايم ، چې دا جمهوري رياست ته کوم افغان کانديد نه و او که نه ، خدای ته به مې ډېر شکرونه ايستلي وای .
د يکشنبې ورځ وه ( په لويديځ کې رخصتي ده ) او بچيان مې وروسته له سپورټ نه ﻻس نيولي د بسونو يوه تم ځای ته راورسول او بس ته انتظار وو ، چې يو ناڅاپه مې په درې کسانو چې يوه يې ښځه وه سترګې ولګيدې . له بايسکلونو راښکته شول او د ښاروالۍ لپاره د يوه کانديد پوسټرونه ، په سطل کې سرېښ او يو يو بورس ( برش ) يې هم په ﻻسو کې نيولي وو . هلته پر يوه مټه د (( شنو )) د ګوند لخوا د ښاروال په توګه د کانديد درې پوسټرونه په ښکلې او منظمه توګه سرېښ شوي وو ، چې پر ځينو يې د بې ادبو خلکو له خوا کرښې هم ايستل شوي وې او کانديد ته يې ښکر هم جوړ کړي وو .
دغه کسان بې له دې ، چې کومه تبصره وکړي او يا يې په تندي کې کومه ګونځه پيدا شي ، پوسترونو ته وکتل او د خراب شويو پوسترونو پر سر يې ژر ژر په مهارت سره نور ورسرېښ کړل . له کارکوونکو نه يو تن ما ته پام شو ، چې د دوی څارنه کوم او په ځير ورته ګورم ـ هغه داسې وانګيرله ، لکه چې ما د دوی کانديد پېژندلی نو ما ته يې وويل : دا ښه خبره ده ، چې ښاروالۍ ته کانديد هم په خپله کار کوي او خپل پوسترونه په خپله سرېښ کوي ! ما دوهم سړي ته ځير وکتل ، ګورم چې رښتيا هم څېره يې په پوستر کې کانديد ښاروال ته ورته ده . بيا مې له ځانه سره سوچ وکړ ، چې داسې نشي چې خطا شې بيا به د دوی د ملنډو شې او مخکې له دې ، چې د خبرې پخلی يې وکړم ، يوه داسې موسکا مې وکړه ، چې د تائيد او رد دواړو مانا ترې اخستل کيدی شوه .
په دې وخت کې مې له خپل زوی نه وپوښتل ، چې ته وګوره په پوستر کې سړی او دا کارګر دواړه يو کس دی ؟ زوی مې وويل نه ټوکې کوي ! زه لږ زړور شوم ، خو بيا مې هم له احتياطه کار واخيست او ورغبرګه مې کړه : که کانديد په خپله نه وي نو ورور يا ملګری خو به يې وي ! په دې وخت کې دوهم سړي خپل ملګری په غيږ ونيوه او زياته يې کړه ، هو زه کانديد او دا مې ورور او ملګری دی !
زوی مې په دې وخت کې متوجه شو ، چې په پوستر کې د کانديد پر مخ يوه زخه (دانه) شانتې ده او زموږ په مقابل کې وﻻړ سړی هم پر هماغه ځای دانه لري او د پوستر سره دڅنګ کې دريدو وروسته يې زموږ ټول شک ليرې کړ .
اوس چې په دې ډاډه وم ، چې کانديد او پر بايسکل سپور راغلی کس يو تن دی ، نو مې داسې وښودله ، چې له اوله ما پېژندلی و نو له دې امله مې بيا وويل ، چې زه هيله من يم ، چې تاسو ګټونکي شئ . هغه مننه وکړه او موږ ته يې د ښکلي ماښام درلودلو هيله څرګنده کړه او پر بايسکلونو ټول بېرته سپاره شول او روان شول .
په جرمني کې د شنو ګوند ، چې زياتره يې د طبعيت او چاپيريال د ساتلو سخت لېواله او حتی په افغانستان کې د جګړې او زموږ ګران هېواد ته د بهرنيو ځواکونودليږلومخالفت هم کوي ، يوې شيبې ليدنې زه دې ته اړ کړم چې خپل احساس بيان کړم .
زما لپاره د ژونددغه شېبه له دې امله په زړه پورې وه ، چې دغو خلک چې دومره لوی مدنيت په خپل هېواد کې رامنځته کړی ﻻملونه يې دا دي ، چې دخپل هېواد لپاره کومې کړنلارې وړاندې کړي ، هغه عملي کوي هم او يوازې شعارونه نه دي . دوی غواړي چاپېريال وساتي ، له موټر نه يې ګټه نه اخيسته او پر بايسکلونو سپاره وو تر څو دښار هوا ککړه نشي ، په خپله کار کوي ساده کالي يې اغوستي او له عامو خلکو سره په تماس کې دي.
ايا زموږ په ګران افغانستان ( درېيمه نړۍ ) کې د کانديدانو لخوا د داسې چلند انتظار کيدی شي ؟؟؟ زموږ چارواکي خو له لويديځ څخه د کاليو موډ او يو څو کليشايي کلمې زده کوي او پر بايسکل سپريدل خو به ورته لوی کسر شان وي !!!
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه