په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو نن هم تر ډیره د انتخاباتو په امنیت او پدې اړه په پورته شویو اندیښنو بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.
زمونږ همکار حمید مهمند دا مطالب په لاندني مضمون کې رانغاړلي دي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو ته په اشارې د لندن د امنیت او پراختیا د شورا په حواله لیکلي دي، که چیرې هیڅ یو کاندید و نه توانیږي، چې په سلو ک پنځوس راې وګټي نو ممکن افغانستان د سیاسي او قومي تاوتریخوالي په ګرداب کې هیسار شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا وینا راخستې، چې لا هم د هیواد په ځینو برخو کې جګړه روانه ده خو دا کار باید د رڼو او عادلانه انتخاباتو په وړاندې خنډ و نه ګرځولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د عالمانو د شورا پرونۍ پریکړې ته په اشارې په افغان ټولنه کې د دینې عالمانو ځاې ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې افغان حکومت او دینې عاملان باید له دغه موقف نه ګټه پورته کړي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د افغانستان د عاملانو د شورا په پرونۍ پریکړې تبصره کړې، چې پکې وسلوالو مخالفینو ته هم ویل شوي، چې جنګ پریږدي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
ورځپاڼې د هیواد د راروانو انتخاباتو په ښه توګه د ترسره کولو لپاره دا د هیواد د دیني عالمانو مسؤلیت بللې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې هغو اندیښنو ته کتنه کړې، چې په خلکو کې د انتخاباتو د امنیت په اړه ورځ تر بلې زیاتیږي.
په ورځپاڼې کې له ولسمشر کرزي سره د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو د استادانو د لیدنې خبر ورکړل شوې او لیکل شویدي، چې د پوهنتون استادان د هستوګنې نمرې غواړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د انتخاباتو په درشل کې د نا امنیو پراخېدو ته اشارې کړې او پدې اړه ځینو پیښو ته په پام سره يې لیکلي دي، چې د دولت وسلوالو مخالفینو د انتخاباتو د بهیر د زیانمنولو لپاره خپلې حملې زیاتې کړیدي.
خو ورځپاڼې د امنیتي چارواکو دا ډاډ ګیرنه هم راخستې، چې د انتخاباتو لپاره يې لازم تدابیر نیولي او هڅه کوي، چې د انتخاباتو په ورځ ډاډمن امنیت ټینګ کړي.
ورځپاڼې د ځینو کاندیدانو د نقدي جریمې په اړه د شکایتونو د اوریدو د کمسیون د پریکړې په خلاف د ځینو کاندیدانو اعتراض راخستې او لیکلي دي، چې دا یوه ناسمه پریکړه ده، ځکه ددوی په وینا دا پریکړه د اکثره هغو کاندیدانو په خلاف شوی، چې هیڅ ډول لګښت یې نه درلود.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې هغې شخړې ته کتنه کړې، چې د مشر بیت اله محسود تر وژلو وروسته د هغه د ځاې ناستې د ټاکلو په سر رامنځ ته شوي لیکلي دي، چې ددوی شعارونو خپل رنګ بایللې.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ماینونو ګواښونه څیړلي او لیکلي دي، چې ماینونه اوس هم په افغانستان کې قربانۍ اخلي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د مشرې په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې نا امني لا هم د انتخاباتو په وړاندې یو ستر ګواښ دې.
ورځپاڼې په دوام کې میرمن سیما ثمر په حواله ځینو هغو پیښو ته اشاره کړې، چې په ترڅ کې يې د بیلابیلو کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو چارواکي په نښه شوې او ان وژل شویدي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو په روانو هڅو تبصره کړې او پدې ترڅ کې د طالبانو دریځ ته په اشارې لیکلي دي، چې دا له هغه دکان څخه د ګل رانیول دي، چېوسلې پلوري.