کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : (۲۶) تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

میدان وردګ : (۲۶) تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

دزمری په ۱۷ مه د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد د چی جان په سیمه کې د ملي اردو او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتوکې دوسلوالو مخالفینو (۱۵) تنه مړه، یوتن زخمي او (۱۰) لس تنه ژوندي نیول شوې دي

دغه عملیات چې وړمه ورځ ناخته په نوموړی سیمه کې دملي اردو او ایساف لخوا په ګډه پیل شوې وو وسلوال دیو ګمین په ترڅ کې محاصره او په پایله کې یې ۱۵ تنه ووژل سول، یوتن زخمي او لس تنه ونیول شول،وژل سوي د سیمې دښکلو په غوښتنه هغوۍ ته سپارل شوې، یوتن زخمي ملي امنیت روغتون ته انتقال شوې او پاتې لس تنه بندیان امنیتي او کشفی ارګانونو ته د لازیاتو پلټنو لپاره سپارل شوې دي.