په زابل ولايت كې د جك يا (افغانانو د تعليمي سطحې او وړتيا لوړولو) مؤسسې سيمه ايز دفتر د پوهنتون او څوارلسمو ټولګيو له ۱۷ تنو هغو فارغانو څخه آزموينه واخيستله چې په بيلابيلو برخو كې به د ښوونځيو هغو ښوونكو ته روزنه وركوي چي پوره تجربه او يا لوړې زده كړې نه لري.
دغه آزموينه چې پرون د زمري په ۱۸مه د زابل ولايت د پوهنې رياست د څارونكو ډلې او يادې شوې مؤسسې د استازو تر نظارت لاندې د زابل په عالي دارالمعلمين كې واخيستل شوه ۱۴تنه به ترې غوره شي.
د يادونې ده چې د دغې پروسې سره سم به ښوونكو ته د رياضي، فزيك، كيميا، بيولوژي، پښتو، دري او انګليسي ژبو او مضامينو په برخه كې روزنه وركول كيږي.