کور / تازه خبرونه / بلخ : د نوو ښوونکو داستخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

بلخ : د نوو ښوونکو داستخدام په موخه آزاده سيالي ترسره شوه

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې پرون د یکشنبې په ورځ دروان کال دزمری دمياشتی په ۱۸ مه نيټه د بلخ ولايت دپوهنی ریاست په تالارکی ۱۹۶ تنو د دولسمو، څوارلسمو او شپاړلسمو فارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دكشيندى، شولدره، زارع، شورتيپه، كلدار او چهار بولك د ولسواليو په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت د روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې او روزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيو كې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول آزادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.