کور / تازه خبرونه / کندهارکې دمخدره توکوکاروباريان ونيول سول

کندهارکې دمخدره توکوکاروباريان ونيول سول

په کندهارکې دمخدره موادوپرضددمبارزې پوليسوهغه کسان نيولي چې دمخدره توکوکاروباريې کاوه .
پرنيول سويوکسانوباندې توردى چې په په سيارډول يې پرموتادينوباندې چرس هيروين اوځيني نورنشيي توکې پلورل .
دکندهاردامنيې قومندانى دنشه يې توکوپه وړاندې دمبارزې دپوليسومشرسمونمل محمدنعيم لالي لراوبرته وويل چې دتيروڅوورځوراهيستې يې دښارپه بيلابيلوبرخوکې عمليات ترسره کړي اولس تنه يې دمخدره توکودپلورنې په تورنيولي .
دنوموړي په ويناچې دغه کسان پوليسو پداسي حال کې لاس په لاس نيولي چې پرنوروکسانوباندې يې نشيې توکې پلورل .
دښاغلي لالي په ويناچې پدې وروستيوکې په کندهارښارکې دموتادينوشمېرزيات سوى اودوى هڅه کوي هغه کسان ونيسي چې مخدره توکې موتادينوته چمتوکوي .