کور / تازه خبرونه / پوليس : د ټاکنو په ورځ رسمي دندي نه ترسره کوو

پوليس : د ټاکنو په ورځ رسمي دندي نه ترسره کوو

د کندهارپوليس چارواکې وايې چې دزمري د٢٩ نېټې دټاکنولپاره دافغان اونړيوالو ځواکونوپراخ امنيتي پلان ترتيب سوي اوپه خاص ډول به پوليس پدغه ورځ له امنيته پرته نوري رسمي دندي نه ترسره کوي .
دچارواکوپه ويناچې پدغه امنيتي پلان کې هوايې اوځمکنى ګډې ګزمې هم شاملي دي .
دکندهاردامنيت آمردغه څرګنده ونې په هغه مشورتي ناسته کې وکړې چې دکندهارولايت په مقام کې دولايتي شورااوولسمشريزټاکنو دنوماندانوداستازو اواړوندوچارواکوترمنځ جوړه سوې وه .
پدغه ناسته کې نوماندانودامنيتي اودغه رازدټاکنوپه اړه له اړوندوچارواکوڅخه پوښتنې هم وکړې .
درايې اچولودمرکزونوشمېر ،دټاکنوپه ورځ امنيت اودغه رازدپاکواورڼوټاکنوترسره کېدل هغه مهم ټکي وو چې پرې خبري وسوې .
دځينونوماندانوسره داسي اندېښنې هم موجودي وې چې ښايې دځينومعاملوپربنسټ يوشمېرکسان له يوې رايې څخه زياتي رايې وکاروي .
خوځينونورويې بياامنيت دټاکنوپه وړاندې ترټولوستره ننګونه بلل اوله چارواکوڅخه يې غوښتنه وکړل چې دټاکنوپه ورځ دي خپل ټول توان دامنيت لپاره وکاروي .
وروسته په کندهارکې دټاکنودخپلواک کميسيون دارالنشامشرمحمدقاهرواصفي اودکندهاردامنيت آمرپه يوه ګډه خبري ناسته وويل چې تردامهاله په کندهارکې درايې اچونې ٢٢٤ مرکزونه په نښه سوي اوکه چيري زياته اړتياوليدل سي نوله امنيتي اورګانونوسره به په همږغى دمرکزونوشمېرورزيات کړل سي .
له يوې رايې څخه دزياتورايودکارونې داندېښنوپه اړه په کندهارکې دټاکنودکميسيون ددارالنشامشرمحمدقاهرواصفي وويل چې دوى پدې اړه خپل خاص تدابيرنيولي اوپه وينايې چې له يوې رايې څخه زياتي رايې څوک نسي کارولاى .
دکندهاردامنيې قومندانى دامنيت آمردټاکنولپاره دهغه پروګرام يادونه وکړل چې له مخې به يې افغان اونړيوال ځواکونه ځمکنى اوهوايې ګډې ګزمې ترسره کوي اودهر رازناامنيومخه به نيسي .
دنوموړي په خبر ه چې ددې لپاره يې لاله وړاندې څخه خپل تدابيرنيولي اويادونه يې وکړل چې پدغه ورځ به ټول پوليس يوازي دامنيت لپاره پاملرنه کوي اونوري هيځ رسمي دندي به نه ترسره کوي .
تردې مخکې ددولت وسله والومخالفينوګواښ کړى ووچې دټاکنوپه ورځ به په نامنيولاس پوري کړي.