په افغانستان کې ميشتو نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په دغه هيواد کې د خپل يوتن سرتيري د وژل کيدو او بل هغه د ژوبل کيدوخبر ورکړ.
د دغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لورې لر او بر ويپاڼې ته په را استول شوې اعلاميه کې ويل شوي،دغه کسان د افغانستان په سويل کې مړه او ژوبل شوي دي.
خبر پاڼه وړاندې کاږي دغه سرتيري هغه مهال دپيښې قرباني شول چې، موټر يي د سړک غاړې پر يو ښخ شوي ماين وخوت.
په دغه خبرپاڼه نه خو دپيښې دقيق ځاى ښوول شوى او نه د قربانيانو هويت څرگند شوى دى.
خبرپاڼې په سويلي ولايتونو کې د ايساف ځواکونو د يوتن مشر انتونې کورډ له لورې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.
ياده دې وي چې،په ترټولو نا ارامه ولايت هلمند کې د برتانيا زرونه سرتيري ميشت دي چې،وخت ناوخت د طالب وسله والو سره په جگړه کې ښکيل کيږي.
تر دې وړاندې ورته يو بريد د تيرې يکشنبې په ورځ په کندهار کې د کاناډا دوه سرتيري له منځه وړي ول.