د رسامۍ پدې سیالۍ کې له څلورویشتو هېوادونو څخه د یو سلوشلو ماشومانو رسامۍ سیالۍ ته وړاندې شوې وې.
د خوراکي موادو د نړیوال پروګرام یو ویاند عبدالجمیل الکوزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د کندهار ولایت اوسیدونکې فرشته د دې سیالیو یوه ګټونکې وه او هغې ته درې سووه امریکايي ډالره د جایزې په توګه ورکړل شول.
د خوراکي موادو نړیوال سازمان د رسامۍ دا سیالۍ هرکالې جوړوي او د روان کال د سیالۍ لپاره يې موضوع (د خوراکي موادو د نړیوال سازمان فعالیتونه زموږ ژوند جوړوي ) ټاکل شوې وه.
د خوراکي موادو د نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې، د فرشتې په حواله، چې د کندهار د یو ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې ده لیکلي دي، چې ” زه له رسامۍ سره خورا زیاته مینه لرم او غواړم په راتلونکې کې یوه ښه ژورنالسټه شم.”
د خوراکي موادو نړیوال سازمان یا ډبلیو ایف پي ویلي دي، چې د روان کال په سیالۍ کې د زده کوونکو له خوا وړاندې شوې رسامۍ به د راتلونکې کال په کلیزه کې چاپ کړي.
د ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې فرشته څلورمه افغان زده کوونکې ده، چې د ډبلیو ایف پي د رسامۍ د سیالیو جایزه يې ترلاسه کړې ده.
دغه سازمان هر کالې د نړۍ په اوویاو هېوادونو کې شلو میلیونو ماشومانو ته د ښونځیو خوراکي موادو برابروي.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې دغه سازمان دیروشتو ملیونو زده کوونکو ته د ښوونځیو خوراکي مواد برابر کړل، چې یو عشاریه څلور ملیونه يې افغان زده کوونکي وو.