کور / تازه خبرونه / رويټرز : د ډيورنډ کرښه او ۱۳۳ ولسوالۍ تر وسلوال ګواښ لاندي دي

رويټرز : د ډيورنډ کرښه او ۱۳۳ ولسوالۍ تر وسلوال ګواښ لاندي دي

د رويټرز خبري اژانس پخپل يوه پروني راپور کښي د افغانستان د امنيتي حالت د ارزيابۍ اړوند د يوې طرحه سوي مخفي نقشې کاپي خپره کړې چي د افغانستان د ۳۵۶ ولسواليو څخه پکښي ۱۳۳ ولسوالۍ تر وسلوال ګواښ لاندي او ۱۳ نوري ولسوالۍ د وسلوالو په کنټرول کښي ښودل سوي دي چي دکورنيو چارو وزارت د وياند زرمي بشري په وينا ۲ولسوالۍ يې د هلمند په وروستيو عملياتو کښي بيرته له وسلوالوڅخه نيولي دي .

پدې مخفي نقشه کښي د ډيورنډ د کرښي په شمول ټول جنوبي افغانستان تر وسلوال تهديد لاندي ښودل سوئ دئ .

دا نقشه چي د جوړېدلو نېټه يې د روان زېږديز کال د اپرېل ۲۳مه ښودل سوې ؛ د رويټرز په ويناد افغانستان د کورنيو چارو وزارت او د ملګرو ملتونود سازمان لوګوګاني هم پرې وهل سوي دي خو د رويټرزاژانس وايي چي د ټليفوني هڅو سره-سره بيا هم دوی ونه توانېدل چي پدې اړه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نظر واخلي خود ملګرو ملتونو د سازمان څخه پدې اړه د نظر اخستلو په اړه بيا رويټرز څه نه دي ويلي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اړونده مخفي نقشه