افغانستان ته د ناټو د نوي عمومي منشي سفر د کابل چاپ ورځپاڼو د نننیو ګڼو په غټو سرلیکونو کې ځاې لري، چې پکې ددغه سفر بیلابیل اړخونه حیړل شویدي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند ددې ترڅنګ د یادو شویو ورځپاڼو ځینې نور مطالب هم پدې مطلب کې رانغاړلي دي.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو په وړاندې امنیتي ګواښونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې د انتخاباتو امنیت تش په لاپو او ژمنو ممکن نه دې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، که چیرې نړیوال په رښتیا هم د انتخاباتو امنیت ته جدي وي نو د پاکستان استخباراتي کړۍ باید وپوهوي، چې د انتخاباتو د بهیر له اخلال نه ډډه وکړي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د حزب التحریر فعالیتونو ته هم کتنه شوې او د ملي امنیت د عمومي رئیس په حواله لیکل شوي، چې دغه حزب په کابل، کاپیسا او بدخشان کې د انتخاباتو پر ضد خپل فعالیتونه پیل کړیدي.
ورځپاڼې د ناټو له نوي عمومي منشي سره د ولسمشر کرزي د لیدنې په اړه هم یو مطلب خپور کړې او ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي،چې ناټو دې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي هڅې ډیرې کړي.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې کابل ته د ناټو د نوي عمومي منشي سفر او له افغان چارواکو سره د هغه د لیده کاته تفصیلي رپورټ خپور کړې.
ورځپاڼې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د اندرس فوغ سموسن په حواله لیکلي دي، تر هغو، چې اړتیا د افغانستان ملاتړ کوي او له طالبانو سره خبرې باید یو افغانې بهیر وي او افغانان يې مشري وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم افغانستان ته د ناټو د نوي عمومي منشي په سفر تبصره کړې او په افغانستان کې د هغه لومړیتوبه څیړلي دي.
ورځپاڼې په راروانو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه هم یو مطلب خپور کړې او پدې ترڅ کې خلک هڅولي، چې یو غوره کاندید ته راې ورکړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا هم په یو مطلب کې د انتخاباتو تر بشپړیدو پورې د ولسي جرګې د رخصتیو د غزولو مسله څیړلې او پدې اړه د خلکو انتقادونو ته کتنه کړې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ملا عبدالسلام راکټي په حواله لیکلي دي، چې د یوې بې کفایته ادارې موجودیت اړایستلې، چې ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي.
په ورځپاڼه کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي، چې پدې بمبارۍ کې څلور عامه وګړي وژل شویدي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات په بیلابیلو مطالبو کې راخستي دي.
انیس پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په درشل کې د د روانو پیښو د انځورولو په برخه کې د رسنیو رول څیړلې او له دوی يې غوښتي دي، چې پخپلو ورځنیو فعالیتونو کې دې ملي ګټې او خپل ناپیلتوب په پام کې وساتي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې هغو هڅو ته کتنه کړې، چې په هیواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د شفافیت لپاره روانې دي.
نخست:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې افغانستان ته د ناټو د نوي عمومي منشي ناببره سفر څیړلې او د هغې اهدافو ته يې کتنه کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو په اړه د ملګرو ملتونو او د افغانستان دبشر د حقوقو په څرګندونو او د رسنیو لخوا په خبریدونکو خبرونو، چې د ورځپاڼې په وینا تر ډیره منفي دي انتقاد کړې او لیکلي دي، چې خلک دې په انتخاباتو کې له ګډون نه دل سرده کوي.
په ورځپاڼه کې د راروانو انتخاباتو د څارنې مسئلې ته هم کتنه شوې او لیکل شوي دي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان هم ددغو انتخاباتو د څارنې لپاره خپل استازي رالیږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه