کور / تازه خبرونه / غزني : د کرني او مالدارۍ يوه پروژه تکميل سوه

غزني : د کرني او مالدارۍ يوه پروژه تکميل سوه

د زراعت او مالداری د تعمیر د بیارغوني د پروژې کارسرته ورسید او دګټي اخیستي په موخه يې پرانستنه ترسره سول .

دغه پروژه د ۱۴۰۰۰۰ امریکايي ډالر و په ارزښت د متحده ایالاتو دکرني اومالدارۍ ADT لخوا پیل شوې وه. چي نن سهار د غزني د والي ډاکتر محمد عثمان عثماني لخوا وروسته له تکميلېدو څخه رسماًْ د پټۍ په پریکولو پرانستل شوه.

هغه غونډه چي پدې موخه د کرني اومالدارۍ په ریاست کښي جوړه شوې وه؛ د ولایت ریسانو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو او علمای کرامو ګډون درلودئ .

غونډی ته سلطان حسین عباسیار د کرني او مالدارۍ ریس وویل دغه پروژه څو اداري خوني، اداری لوازم لکه کمپوټر، میز، چوکۍ اوداسی نور ضروریات شامل دي چي دامریکا متحده ایالاتو د کرني اومالدارۍ د څانګي لخوا تمویل شوه زیاته کړه چي؛ د دغه پروژې تکمیلېدو سره د دغه ریاست زیات مشکلات حل شول .