کور / تازه خبرونه / دارغنداب والسوالۍ ځايې خلګ دماښامنۍ پېښي پلټنه غواړي

دارغنداب والسوالۍ ځايې خلګ دماښامنۍ پېښي پلټنه غواړي

دکندهاردارغنداب والسوالۍ ځايې اوسېدونکې وايې چې د  برايې  ماښام دهغوعملياتوپه اړه دي پلټنې وسي چې په ترڅ کې يې د ٣ کوچنيانوپه ګډون ٤ تنه وژل او٢ تنه نورټپيان سوي دي .
دارغنداب والسوالۍ دکوهک دسيمي ځايې اوسيدونکې وايې چې تيره شپه يې پرکلي  باندنيوځواکونوهوايې عمليات کړي اوپه ترڅ کې دغه مرګ ژوبله ولسي وګړوته وراړه ولې ده .
دارغنداب والسوالۍ په سل ګونوتنوځايې اوسېدونکونن سهار داحتيجاج په ډول دوژل سويوکوچنيانوجسدونه لاځان سرله لېږدول اودکندهارولايت مقام مخې ته راټول سوي وو.
دغوکليوالوله ولايتي چارواکوڅخه غوښتنه کول چې دپېښي په اړه دي کلکي پلټنې وسي  اودپېښي دعاملينودمحاکمې غوښتنه يې کول .
دکندهاردامنيې قومندانۍ مرستيال سمونوال محمدشاه فاروقي په ماښامنى پېښه کې دولسي وګړودمرګ ژوبلي پخلى وکړخوپدې اړه يې دپلټنوخبرورکړ.
نړيوالوځواکونوتراوسه پدې اړه څه ندي ويلي 
 خودالمړى ځل ندى چې دنړيوالوځواکونوپه هوايې بريدونوکې ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوړي  بلکې له دې څخه مخکې هم په تيرودومياشتوکې داسي پېښي په کندهارکې اوزابل ولايتونوکې ليدل سوي چې ولسي وګړي پکې وژل سوي .