مه وه تدبير مو د تقدير زولانه
د برخليک پښې مو بيا زنځير زولانه
څو به په بند د بنده ګۍ کې يو ټول
له فلسطينه تر کشمير زولانه
د توراند يو د زند يو زندان
له تراجميره تر پا مير زولانه
نه چې وادي د تورې شپې مو کړي بيا
د پر مخيون دا ستر بهير زولانه
تنا مو وکښي د اسمان پر تندي
په بهانه د مرګ او وير زولانه
په ګرمانه کې د ناکړې ګناه
هسې د بل په تور اسير زولانه
څه د وختو د هوسو زليخا
ښكلى يوسف کړ په تزوير زولانه
پرې! شي پرځای د بېګناه «حسنک»
کوم ګناهګار امير، وزير زولانه
د زر و زور خدايان دې ګرځي ازاد،
وي بنده ګان يې تل زهير زولانه!
لا مو په غچ د هسک د خدای د دښنو
په ګور کې کړي منکر نکير زولانه
تر دې رښتينې نياو والي به نه وي ،
چې هر هر څوک کړي خپل ضمير زولانه !