کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په کابل ښار باندې په پرونیو راکټي حملو او د انتخاباتو د سبوتاژولو لپاره د طالبانو د شورا په پریکړو تبصرې کړیدي.


په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دغه مسایل په لاندني مطلب کې رانغاړلي دي.



اراده:



دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې ناټو په افغانستان کې د خپلې قومندانۍ جوړښت بدلوي.



ورځپاڼې ددې کار یو اساسي هدف په افغانستان کې د ورځنیو جنګي عملیاتو په اړه د ناټو او د امریکايي ځواکونو د قومندان جنرال مک کریسټال د مسؤلیتونو کمول ښودلي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د قومي ملیشو د جوړولو لپاره د کورنیو چارو د وزارت په طرحې تبصره کړې او پدې اړه يې پخوانیو تجربو ته په اشارې هغه یوه ناکامه طرحه بللې ده.



په ورځپاڼه کې منځنۍ ایسا ته د اپیمو او ترورزم له پلوه د ورپیښو ګواښونو په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.



هیواد:



دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو ګې د ګډون لپاره د خلکو د هڅولو په برخه کې د دینې عالمانو او قومي مشرانو رول مهم بللې، ځکه د ورځپاڼې په وینا دوی په افغان ټولنه کې یو ځانګړې ځاې لري او هره پریکړه يې په روڼ تندي منل کیږي.



په ورځپاڼه کې د راروانو انتخاباتو د امنیت او څارنې په اړه په یو مطلب کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکل شويدي، چې د انتخاباتو د امنیت لپاره تیارې نیول شوې او کورني او بهرني کتونکي به د راې اچونې ګڼ مرکزونه وڅاري.



ویسا:



دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو د سبوتاژولو لپاره د طالبانو د شورا د وروستۍ پریکړې په اړه د افغان کارپوهانو په حواله لیکلي دي، چې دا په اصل کې د آې ایس آې پریکړه ده، چې غواړي دا انتخابات له خنډونو سره مخامخ کړي.



ورځپاڼې پدې ترڅ کې په کابل ښار باندې د توغندیو پرونۍ حملې ته هم اشاره کړې او لیکلي دي، چې ښايي دا ددغه تخریبي پلان لومړني ګامونه وي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم په همدې مسئلې تبصره کړې او پوښتلي دي، چې لویدیځ به ددې پریکړې په اړه چوپ پاتي، او اجازه به ورکړي چې په اصتلاح د دوی متحد پاکستان په افغانستان کې د انتخاباتو بهیر سبوتاژ کړي او که نه کوم غبرګون به وښۍ.؟



راه نجات:



دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د جمهوري ریاست په کاندیدانو انتقاد کړې، چې د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې ندي توانیدلي خپل پروګرامونه خلکو ته تشریح کړي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې که خلک وغواړي دوی کولې شي، چې په انتخاباتو کې پراخه ګډون وکړي او د هیواد برخه لیک وټاکي.



ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ناټو د نوي عمومي منشي په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په تینګښت کې زیات رول باید پخپله افغانان ولوبوي.



اصلاح او انیس:



دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.



انیس پخپله سرمقاله کې په کابل ښار باندې د توغندیو وروستۍ حمله د سوړ جنګ د تیزولو یوه هڅه بللې او لیکلي دي، چې وسلوال مخالفین هڅه کوي له دې لارې په خلکو کې ویره رامنځ ته کړي.



خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو یوازنۍ لاره په ترورستي ډلو د بهرنیو مرستو بندول دي.



ملي ارمان:



دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په کابل ښار د توغندیو حملې ته په اشارې د انتخاباتو د امنیت لپاره نیول شوي امنیتي تدابیر تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.



ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، که چیرې دولت نشي کولې، چې د پولیسو، ملي اردو او بهرنیو ځواکونو له دې ستر لښکر سره یوازې د کابل ښار امنیت وساتي نو دا به څرنګه ممکن وي، چې د انتخاباتو په ورځ د راې اچونې د ټولو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.



په ورځپاڼه کې روانو انتخاباتي مبارزو ته هم کتنه شوې او پدې ترڅ کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د یو کاندید میرویس یاسینې په حواله لیکل شوي، چې یو شمیر دولتي کارکوونکي ولسمشر کرزي ته کمپاین کوي.