د امريکا متحده ايالاتو ۴۴م جمهور رئیس بارک حسین وباما د ۱۹۶۱ ميلادي کال د
اګسټ د مياشتي پر څلورمه نېټه چی د ۱۳۴۰ لمریز کال دزمري د میاشتي د ديارلسمي نېټې
سره سمون خوري د جمعې په ورځ د امريکا د حاوايي ايالت په مرکز هونولولو کښي زېږېدلئ
دئ چي نن په سپينه ماڼۍ کښي خپله ۴۸مه کلیزه لمانځي. وباما نن په ناڅاپي توګه سره د
سپيني ماڼۍ په مطبوعاتي خونه کښي د خبریالانو او ژورنالیستانو سره ملاقات وکړ او
هلته يې د ځانه سره يو کیک هم وړئ وو .
په نوموړې خونه کښي خبريالان د وباما د وياند روبرټ جيبس سره په یوه لنډه
ازموينه بوخت وه . وباما هلته په خونه کښي د مېرمن حېلن توماس سره کښېنستئ او
د ځانه سره يې د حېلن توماس ياداښت هم وليکئ چي هغه له ډيره وخته څخه د
سپيني ماڼۍ خبریاله ده او په دې ورځ خپله (۸۹ مه) کلیزه لمانځي . وباما و
مېرمن توماس ته داسي وویل : ” حېلن دا کيک یې ستا، هر څنګه چي دي خوښه وي هغسي يې
پر ټولو تقسیم کړه . ”
بارک حسین وباما په حاروارډ لا عالي ښوونځۍ کښي او ورپسې د کولومبیا په پوهنتون
کښي خپلي زده کړي پای ته رسولي اونوموړی د امريکا په تاريخ کښي لومړنۍ (افريقايي)
جمهور رئیس دئ .