د دې کتاب ټوکې د پوهنمل محمود نظری لخوا له بهرنیو کتابونو څخه غوره او په پښتو ژباړل شوی دی.
په دې دویمه ټولګه کی هم لکه لومړۍ ټولګه هر ډول ټوکې،اوتې بوتې،غندنې ، لطیفې او حکایتونه را اخېستل شوي دي چې ټوله يې بهرنۍ دي چې له زرونو ټوکو نه هغه غورچاڼ شوی دی. چې موږ ته هم خندنۍ دي . نوهيله ده لوستنه يې ستاسوپر شونډو یوه خوږه موسکا خپره کړی.
ځینې ټوکې ښایي توهیني خوند ولري، ولې ما تر وسې وسې هماغه سوچه ټوکې لیکلې دي.
دا ټوکې د بهرنیو دکلچر سره د اشنا کیدو اودڅو شېبو خندا او د غم هیرولو لپاره چاپ شوی دی.
مینه وال کولې شي چې دا ښه اثر له دانش خپرندویه ټولنې څخه تر لاسه کړی.