کور / تازه خبرونه / ذ. مجاهد : پر کابل مو ۹ توغوندۍ وتوغولې

ذ. مجاهد : پر کابل مو ۹ توغوندۍ وتوغولې

طالب وياندذبيح الله مجاهد اسوشېټيډ پريس اژانس ته د ټيليفون پر کرښه د هغو نهو توغنديو د توغولو پړه پر خپله غاړه اخيستې چي نن د کابل پر ښار ور توغول سوي دي .

نوموړی ادعا کوي چي پدغو نهو توغنديو کښي يې ۷ د باګرام پر نړيوال ډګر او دوې نوري يې د پوليسو پر قرارګاه باندي توغولي دي خو د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري يوازي د ۸ توغنديو ادعا مني او وايي چي دوی ته  يې کوم زيان نه دئ اړولئ او يواځي يو ملکي تن او يو ماشوم پکښي ژوبل سوي دي .

د طالبانو وياند اسوشېټيډ پريس ته له انتخاباتو نه وړاندي د ورته نورو توغنديو د توغولو ګواښ هم کړئ دئ .


د طالبانو د شورا له لوري هم موده وړاندي په يوې خپرې سوي اعلاميه کښي د افغان ولسمشريزوانتخاباتو څخه د بايکاټ او مخنيوي ګواښ سوئ وو خو دولت ولس ته د انتخاباتو د هر راز امنيت ساتلو ژمنه کړې ده .