چي د شپې زړه و چاودۀ نښي د سحر ښكاره شوې
مُلا د الصلا ةُ خيرٌمن النوم نارې شروع كړې
زه هم له خپله كټه پاڅيدم بهر و وتم
جوټې جوټې شان نيم نيمزاله څه اوده او څه ويښ
د لوى لښتي پر غاړه كښېناستم اودس د پاره
ما لاس، خوله، پوزه، مخ، څنګلې، ايله و مينځلې
او د سر مسح مې كوله چي يوه چيغه شوله
” تاسو خداى او بخښه لږ غوږ شئ يو اعلان واورئ ”
په سر مې لاس څنګه چي وو هغسي پاته شوو- او
سترګې مې پورته كړې له تورو اوبو يو ناڅاپه
د جومات سپينه مناره باندي مې ښخي كړلې
ما ويل خېر كړې،خدايه بيا د چا اوربل سپور شو
او كه د چا د ارمانونو تاج محل خور شو
امام صاحب زما د فكر مزى وشلولو
په غريو نيولي ستړي ستړي شان اواز يې و وېل
“هاغه د هر چا يار د هر چا تعبدار مياجي
هاغه نامزن، هاغه ناسارى او نامدار مياجي
هاغه د لوى خو د اودۀ كام قلمكار مياجي
په ښكاره روغ رمټ په زړه پرهار پرهار مياجي
لاړ د اُلفت د كلي خان د ميني پلار مياجي
د پښتونخوا د بې رقيبه اسمان لمر پرېوتو
د كاكاخېلي ملالۍ سر نه څادر پرېوتو”
ما چيغه وركړه ما وېل دا ورسره هم ووايه
“د خپلو دنګو دنګو غرونو هومره غر پرېوتو
چې هيڅ يې سيال او سارى نه و هاغه سر پرېوتو ”