ددوشنبې په شپه په سلګونو ايرانیان له هغه څخه وروسته مخ پر کوڅو راووتله چي د اېران د ستر روحاني مشرعلي خامنه اي لخوا ددوهمي دورې لپاره د اېران د ولسمشر په توګه د محمود احمدي نژاد انتخاب تصدیق کړ . د راپورونو له مخي د اېران په ټولټاکنو کښي د محمود احمدي نژاد سیال میر حسین موساپي د ټاکنو نتيجه چلبازي بللې ده .
د عيني شاهدانو په وينا د اېران په مرکز تهران کښي د واننک نومي څلور لاري او د والي عصر نومي جادې په شاوخوا کښي ډلي – ډلي خلګ راوتلي دي چي بعضي يې د ” مرګ دي وي پر دکټاټور ” او بعضي نور يې د ” الله اکبر ” نارې وهي او ويل کيږي چي په ساحه کښي امنيتي فوځونو هم قرار نيولئ دئ . همدارنګه يوه بل عيني شاهد وايي چي ۳ تنه يې وليدل چي دپولیسو لخوا ونيول سول او له ځانونو سره يې بوتلل . پولیسو علاوه پر دې د واننک څلور لاري ته پر ټولو وتلو سړکانو باندي هم بنديز لګولئ دئ .
په وروستيو ناکراريو کښي د اېران په جنوبي سيمه احواز کښي د اېران د انقلابي ګار ډ اړوند دنظامي او لوجستيکي توکيو د حمل و نقل دپاره د رېل ګاډي يو مهم پل هم وېجاړ کړل سوئ دئ .
ويل کيږي چي محمود احمدي نژاد به دده پر ضد د روانو ناکراريو سره-سره د راتلونکې چهارشنبه د پارلمان لخوا په جوړېدونکو مراسمو کښي د ولسمشرۍ لوړه وکړي .
د احمدي نژاد پر ضد د دوامداره لاريونونو يوه وېډيوي صحنه :