کور / شعر / دالۍپښتون ارمان ته

دالۍپښتون ارمان ته

يه د شرق دښکلا ګانو ليونيه
دښايسته سپين دغرونوشين زمريه
لوړشمشاداوهندوکش هم پرتاوياړي
په يورپ کې دافغان رښتين بچيه


****
نن په کوځه پښتونخواکې هم پښتون مري
هم په بره کې زمونږ ملي تړون مري
لويه خدايه په جنګونو کې به ورک شي
لرو برو پښتنو کې پيوستون مري!!!


****
پرون دلته دجنګونو سرې لمبۍ وې
نن بياهلته پښتنې مو په سلګۍ دي
معلوم نه ده چې به نورپه مونږڅه کيږي
خدايه څنګه د حالاتو فيصلې دي؟


****
ګوره څنګه دا ناچارخبرۍ کيږي
تورتمنونه دي وختونه چې تيريږي
جنګ ته وايه چې دکلي کډه بارکړي
زمانې درنه په سروسترکوژړيږي


****
ورته وايه چمبه مار دکلي نه يې
داوختونه نغمه ګردسولې غواړي
داياغي ساعتونه بيا چې راپخلاکړي
زمونږکلي جادوګردسولې غواړي


****
جنګه ورک شئ ميندې ژاړي خپل بچوته
لا هم ستر ګي دي په لار پردي ملکوته
دافغان بچي بې کوره در په درشول
ډيرې شپې ورځي ورک دي مذدوروته


****
سترګۍ سری په سلګولاړم هديروته
دوطن دشهدانو مزارو ته
ماويل خدايه ستادربارکې څه کمې دی
که په سوله کې ژوند ورکړی پښتنو ته


****
په سوالوکې مې وئيل چې سوله راکړه
دپرديسو دغه تورې شپې صبا کړه
دافغان بچي غرقيږي دريابو ١*کې
مذدورو پسي چې ځي پردو ملکو کې


****
خپل تاريخ بيرته ژوندې کړئ افغانانو
يه د مرګ په پوله ناست قهرمانانو
ماشومان مو ليلاميږي رابيدارشئ
سوله راوړئ دی وطن ته باتورانو


****
نورنو مه کوئ قدرت باندې جنګونه
ميندۍ ژاړي بس دې مه ماتوې زړونه
ديو سولې په راتګ باندې رضاشئ
ميليتو په نامه مه بيلوې ورونه


****
د وختونو تقا ضا ته سره يو شئ
دناموس دننګ دفاع ته سره يوشئ
داډيرشرم دې چې نجونې موليلام شوې
ديوسولې سپين سبا ته سره يو شئ


****
که همداسې وي يويوڅادربه ورکړم
دافغان ټول ليډرانو ته په سر کړم
دوې دوکړي په قدرت باندې جنګونه
دحفيظ زړګې به صبر ستا ددرکړم


١*دهغه ځوانانو شهادت ته ايشاره ده چې په هيواد کې دلوږۍ او کار نه پيدا کيدو له وجې دجنګ په کلونو کې دغريبۍ په موخه بهرني ملکونو ته تلل په سيند کې دکښتۍ دډبيدو له وجی په اوبه کې شهيدان شول

٢*دجنګ په وخت کې کورنۍ دخوراک دنه درلودلو په وجع خپل ماشومانو خرڅلاو ته مجبور شول