ياد ګېرنه :: Ý د “وايلنټاين” ورځ د هر كال په څوارلسم د فروري د نړۍ مينان لمانځي، وايلنټاين يوه ښايسته يورپي پېغله وه چا چي د خپل محبوب په بېلېدو خپل ځان خپلي ميني ته تېزيندۍ واچوله، او د دنيا مينانو ته يې د خپل پاك، معصوم، او سپېڅلي محبت يوه روښانه ننداره وښودله . ﴿ صابر ﴾
راځه چي د قرآن د پاسه غبرګ لاسونه كښېږدو
چي څړيكې به د ميني موبيداري وي په زړو كې
راځه چي د دې تور سپرلي خاموش سحر ته مخ كړو
ګل ګل به ساتو يو بل د ذهنونو وېرانو كې
راځه چي د نفرت تعصب سترګي ړندې كړو
په ژوند به وركوو شكست د ژوند هري بلا ته
راځه چي د” بكرې پښتو” په نوم لوظونه وكړو
غړۍ د محبت په ټيټوو نه دې دنيا ته
راځه چي ښايستونه او نغمې خورې ورې كړو
د ميني د كينو د كركو دې لارو كوڅو كې
غوټۍ د ارزوګانو د زړګو په كې ګل ګل كړو
تر څو به ماركونډۍ كرو ليلٰى لارو كوڅوكې
راځه چي دې بهار كې د اٌلفت ټپه ټپه شو
راځه چي سره يو شو، كه يو نه شو نو لمبه شو