زه ویریږم ګرانه چي رسوا نه شي
مینه مو اشنا په انتها نه شي
د خپلو پاکو هیلو په ګډا کي
ګوره چي رقیب راته په شا نه شي
زړونه اوبه شوي دې حالاتو کي
زړونه به موکم ساتو چي غلا نه شي
څاندي ګلوریني د ښکلا سره
پاڼي پاڼي و رژي بې تا نه شي
ستا د تصویر هر اړخ ته چي ګورمه
و ویریږم وران راڅخه دا نه شي
ستا ښېراز له تا سره وعده کوي
د هر ښکلي په ناز به هیڅ خطا نه شي