کور / تازه خبرونه / نړيوال ځواكونه : د کندهار ښار فضايي بالون يوازي څار كوي

نړيوال ځواكونه : د کندهار ښار فضايي بالون يوازي څار كوي

ايساف ځواكونه وايي، چې دكندهارښارپرفضا درول سوې كشفي دستګاه به تر هغه وخته پوري ولاړه وي چې ورته اړتياليدل كيږي .


دغه څاروونكې بالون له نږدې دوو اونيوراهيستې دكندهارښارپه فضاكې ليدل كيږي چې دزياتوښاريانوپوښتنې يې  راولاړي كړي.


نړيوال ځواكونه وايې چې دغه كشفي دستګاه پر سړكونو د پوځي ګاډو د تګ راتګ، د چاودېدونكو توكو دكشف اودغه رازد نښتې پر مهال د څارنې لپاره په كار اچول كېږي. 


دكندهارله هوايې ډګرڅخه نړيوالوځواكونوديوې اعلاميې په خپرولوسره ويلي چې د بالون په بڼه دا كشفي دستګاه د كورنيو او بهرنيو ځواكونو او ښاريانو امنيت خوندي كوي.


اعلاميه كې راغلي چې دا دستګاه به دولايتي شورااوولسمشريزو  ټاكنو پر مهال هم د احتمالي امنيتي پېښو او شكمنو حركاتو په څارلو او كشفولو كې مرسته وكړي.


اعلاميه كې د دې دستګاه په اړه د خلكو اندېښنو ته په ځواب كې ويل سوي چې له دې كشفي دستګاه څخه هېڅ ډول ناوړه ګټه نه پورته كېږي او يوازې د امنيتي اړتيا له مخې درول سوې ده.


نړيوال ځواکونه وايې چې دا بالون ډوله كشفي دستګاه چې له ځمكې څخه كنټرولېږي، څلورويشت ساعته فعاله او د څار په حال كې وي.


پدې اړوند د لوستونکو تبصرې…