کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره پخپلو مطالبو کې په تاجکستان کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ په جوړې شوې درې اړخیزې ناستې تبصرې کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې داسې انتخابات، چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي نا ممکنه دي.


ورځپاڼې د ریجارډ هالبروک په حواله وړاندې لیکليدي، چې د نا امنیو له کبله یو شمیر افغانان به راې ورنکړاې شي.


ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې شته ستونزې څیړلي او لیکلي دي، چې د اداري فساد او لوږې له منځه وړل د راتلونکي ولسمشر لومړنۍ دنده بلل کیږي.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان ، پاکستان او تاجکستان ترمنځ درې اړخیزې ناستې ته په اشارې لیکلي دي، چې افغانستان د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.


ورځپاڼې په افغانستان کې د بیارغونې روان بهیر ته هم کتنه کړې او پدې ترڅ کې د امریکا د ځانګړې څیړونکي په حواله يې لیکلي دي، چې پدې بهیر کې زیاتې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي.


په ورځپاڼه کې له مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره د روانو هڅو په ملاتړ دا هم لیکل شویدي، چې همدا د شخړو د هوارولو لار ده.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې د برلاسي کیدو لپاره لا زیاتو پوځیانو ته اړتیا ده.


خو ورځپاڼې د همدې مطلب لاندې د امریکا ددفاع د وزیر رابرټ ګیټس دا وینا راخستې، چې په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتولو پر ځاې، چې دده به وینا حساسیتونه لازیاتوي باید د افغانستان ملي پوځ پیاوړې شي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې ایران او پاکستان په راروانو انتخاباتو کې له ډاکټر عبداله څخه ملاتړ کوي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې د ایران دریځ خو روښانه دې خو پوښتنه داده، چې پاکستان په ډاکټر عبداله کې څه ګټې ویني.


اراده:


دې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په بګرام کې د بندیانو روان حالت څیړلې او ددغه زندان د حالت د څیړلو لپاره د امریکا وروستۍ پریکړې ته په اشارې پوښتنه کړې، ایا د بګرام زندان به په رښتیا هم وڅیړل شي.


په ورځپاڼه کې د ماشومانو روان حالت ته هم کتنه شوې، چې د ورځپاڼې په وینا د اندیښنې وړ دې او پدې ترڅ کې د ماشومانو په وړاندې د حکومت، ټولنې او انفرادي مسؤلیتونه جوت شويدي.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روانو حالات څیړلي دې.


انیس هم پخپله سرمقاله کې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ درې اړخیزې ناستې ته په اشارې د کابل، اسلام اباد او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د نږدې کولو پر اهمیت بحث کړې دې.


خو اصلاح بیا په یو مطلب کې لیکلي دي، که چیرې د هیواد له بازارونو څخه غنم راونیولې شي، نو دا به د بزګرانو د اقتصادي حالت پهوده کې هم مرسته وکړي.


افغانستان ټایمز:


دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په تاجکستان کې په جوړې شوې درې اړخیزې ناستې تبصره کړې او لیکلي دي، چې سیمه ایزه همکاري د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري.


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د انساني قاچاق ستونزه او د هغې د مخنیوي لپاره روانې هڅې راخستې دي.


ورځپاڼې پخپله ننني کارټون کې په کابل کې د کورنیو د کرایو د جګیدو ستونزه انځور کړې او هغه يې له کنټروله وتلې مسئله ښودلې ده.