کور / تازه خبرونه / فيليپاین : پخوانۍ ولسمشره کورازون اقواینو په حق ورسېده

فيليپاین : پخوانۍ ولسمشره کورازون اقواینو په حق ورسېده

د فيليپاین په مرکز مانیلا کښي د فيلیپاین پخوانۍ ولسمشري کورازون اقواینو (۷۶ کلنه) چي د ۱۹۸۰ ميلادي کال څخه تر ۱۹۹۲ ميلادي کاله پوري دفيلیپاین جمهور رئیسه وه له دې دنیا څخه د تل لپاره سترګي پټي کړې .

کورازون اقواینو د کاریګرو د اتحاديې د مشر بېنګنو اقواینو سره واده کړئ وو؛ بېنګنو اقواینو په ۱۹۸۳ ميلادي کال کښي هغه وخت په قتل ورسېدئ چي د فيليپاین څخه دشړني وروسته بیا هم فيلیپاین ته ستون سو .

د فیلیپاین د مطبوعاتو د راپورونو له مخي کورازون اقواینو د فيليپاین په تاريخ کښي لمړنۍ ښځه وه چي جمهور رئیسه تېره سوې ده او همدارنګه نوموړي د خپلي سلطنت ددورې څخه وروسته په کال ۱۹۹۲ ميلادي کښي د سیاست څخه لاس اخيستئ وو .


فيلیپاین د اسيا په جنوب ختيځ کښي موقعیت لري :