د امريکا د فضايي ادارې ناسا فضايي بېړۍ (انديا ور) چي د شپږنيم ميليونه مايلو او ۱۶ وروځوپه سفرنړيوال فضايي سټېشن (ISS) ته ستنه سوې وه؛ پرون د جمعې په ورځ بيرته د اوو تنو فضانوردانو سره په فلوريډا ايالت کښي د ناسا په (کېنډي) نومي فضايي ډګر کښي په بري سره راکښته سول .
فضانوردانو په نړيوال فضايي ستېشن کښي د نويو برخو او آلو د نسبولو ترڅنګ د جاپان د(کيبو) نومي فضايي ادارې د يو ازمايښتي لابراتوار د جوړولو چاري هم سرته رسولي دي .
دا؛ فضايي ستېشن ته د ناسا ۲۹ تم سفر، د (انديا ور) نومي فضايي بېړۍ ۲۳ تم ځل، د ناسا د فضايي پروګرام ۱۲۷ مه برخه او د فلوريدا ايالت په (کېنډي) نومي فضايي ډګر کښي د فضايي بېړيو ۷۱ يمه بريمنه ناسته شمېرل کيږي .
د (انديا ور) فضايي بېړۍ د راکوزېدلو ژوندۍ وېډيو لاندي کتلائ سئ :